د واورې ورېدو له امله د کونړ – نورستان لویه لار د ترافيکو پرمخ وتړل شوه

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز نورستان او واما ولسوالۍ اړوند سیمو کې د درنو واورو ورېدو له امله د کونړ – نورستان لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې.

د نورستان د ټولګټو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي محمد نبي عادل وایي، چې دغه لار نن سهار (دوشنبه، ۳۰ د سلواغې) بنده شوې.

عادل زیاتوي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې تر یو متر واوره ورېدلې، چې لاهم واوره ورېدنه دوام لري.

هغه وایي، چې تر اوسه د واورو له امله د لارې په منځ کې درې موټر بند دي او هڅه کوي، چې لار ژر د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.

د کونړ – نورستان لویه لار د سیند او غرونو ترمنځ په خام ډول جوړه شوې، چې د لارې د خرابوالي له امله موټر چلوونکي او مسافر له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.