د ملګرو ملتونو کارپوهان: جنسيتي اپارتايډ دې د بشريت پر خلاف د جنايت په توګه په رسمیت وپېژندل شي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو کارپوهانو د يوې ګډې اعلاميې له لارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعيت ډاګيز کړی او غوښتنه يې کړې چې جنسيتي اپارتايډ دې د بشريت پر خلاف د جنايت په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

دا اعلاميه د ښځو او نجونو د تبعيض پر خلاف د کاري ډلې د رييس دوروتي استرادا تانک، کلوديا فلورس، ايوانا کرستیچ، هاینا لو و لورا نيرينکیندی له لوري خپره شوې.

دې کارپوهانو ويلي، چې جنسيتي اپارتايډ يو واقعي ګواښ او په ټوله نړۍ کې د ميليونونو ښځو او نجونو لپاره ژوندی واقعيت دی چې تر اوسه لاهم په نړيوالو حقوقو کې په صراحت نه دی تدوين شوی.

دوی ويلي، وخت را رسېدلی چې جنسيتي اپارتايډ د نړيوالې ټولنې له لوري د بشريت پر خلاف د جنايت په توګه وپېژندل شي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلاميه کې راغلي چې کوم دولتي قوانين، سياستونه او اقدامات د ښځو د انساني حقونو د له منځه وړلو په موخه پر هغوی سخت ظلم کوي او نابرابرو شرایطو ته يې برابروي، د اپارتايډ د سيسټمونو د اصلي هستې منعکسوونکي دي.

دوی خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو فرمانونه، سياستونه او تګلارې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعيض، ستم او سلطې يو داسې بنسټيز شوی سيسټم رامنځته کوي چې د جنسيتي اپارتايډ معادل دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټينګار کړی چې د طالبانو حکومت په نړيوالو حقوقو کې د جنسيتي اپارتايډ تدوينول ضروري کړي، ځکه دا کار نړيوالې ټولنې ته اجازه ورکوي تر څو د افغانستان د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو بريدونه په ښه ډول وپېژني او رسيدګي ورته وکړي.

دوی د بشريت پر خلاف د جناياتو د مخنيوي او مجازات په تړاو د مسودې چې اوس مهال د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په شپږمه کمېټه کې ارزول کېږي، د دويمې مادې پر اساس غوښتنه کړې چې جنسيتي اپارتايډ دې د بشريت پر خلاف د جنايت په توګه وپېژندل شي.

طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدوديتونه لګولي دي.

د بشري حقونو د فعالانو په اند، د طالبانو دا کار جنسيتي اپارتايډ دی چې بايد په رسميت وپېژندل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته