عالیه (مستعار) د کندهار د عالي دارالمعلمین څخه د یوې مسلکي ښوونکې په توګه فارغه شوې او د سویلي زون په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې د تدریس ۱۳ کلنه تجربه لري، ترڅنګ یې په قابلګۍ هم زده کړې کړي او په تېر جمهوري نظام کې یې په یو شخصي روغتون کې دنده درلوده او له دې لارې یې خپله کورنۍ ساتله، ځکه چې خاوند یې په یوې چاودنه کې وژل شوی و او د کورنۍ سرپرستې دې ته ورپاتې وه.
د ۲۰۲۱ کال د جولای په نهمه کله چې کندهار کې د طالبانو او د تېر جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې زور واخیست عالیه د خپلو پېغلو لوڼو د خوندې ساتلو په موخه هرات ولایت ته ولاړه، خو کله چې جګړه پسې ډیره شوه او تر هرات پورې ورسیده عالیه یو ځل بیا د ځینو خپلوانو په غوښتنه دې ته اړه شوه چې د ډامن ژوند په موخه ایران ته په قاچاقي لارو لاړه شي.
عالیه چې ستونی یې ډک او له سترګو یې اوښکې روانې دي وایي، خپلوانو یې چې د کوم قاچاقبر سره خبرې کړې وې؛ دوی د سلګونو نورو افغانانو سره یو ځای د ایران په لور حرکت وکړ او وروسته له شپږو شپو ورځو پلي مزل د دغه هیواد د سراوان ولایت ته ورسیدل.
نوموړې زیاتوي، چې ایران ته د سفر پر مهال له دوی سره سپین ږیري، ماشومان او سپین سرې هم ملې وې، چې په وینا یې په ډیرې سختۍ یې لار وهله او یوې کورنۍ خپل ناروغ په لاره کې له لاسه ورکړ او د هغه مړی یې په دښته کې پریښود، چې دې صحنې عالیه په ژور خفګان اخته او له امله یې څو میاشتې بې خوبې او رواني کړاو لیدلی دی.
د دغه ښوونکې په خبره، ایران ته د رسیدو سره سم یې هغو افغانانو سره چې ایران کې بلد وو او خلک یې پیژندل اړیکه نیولې، ترڅو د خپلې څوکلنې تجربې او اسنادونو په مرسته کومه دنده پیدا کړي، خو هغه لاره چې عالیه غوښته هغه ترکستان ته تللې وه «هو ما د ژوند تر ټولو لویه اشتباه وکړه، او نږدې یوکال مې صبر وکړ، خو هلته مو نه د مهاجرت کیسونه ثبت شول، نه موږ ته کار پیدا شو، او نه زموږ اسنادو ته چا اهمیت ورکړ».
عالیه وویل: «زما ویره زما یوازینۍ اشتباه وه، او تر هغه نه بدتره اشتباه مې ایران ته مهاجرت و، ایران ته تګ ماته زما د کور د ماشومانو او هرڅه چې په دا دومره کلونو کې مې په یوازې سر برابر کړي وو، له لاسه ورکړل، خو ما ویل ایران ته په تګ به زه هم خپلې لوڼې خوندي کړم او هم به یو ارامه ژوند ورته برابره کړم، خو دا هرڅه خوب او خیال و.»
دا میرمن چې د مهاجرت ژوند، اقتصادي ستونزو، بې کارۍ او بې کسۍ په سختې عصبي ناروغۍ اخته کړې او شپږ میاشتې یې ایران کې د ناروغۍ په بستر تېرې کړي؛ بلاخره یې پریکړه کړې چې بیرته خپل هیواد ته راستنه شي او دلته په کوم شخصي او یا هم دولتي ارګان کې بیرته دنده ترلاسه کړي.
خو عالیه وایي، افغانستان ته په راګرځیدو د ده له مخې تیاره وه، نه هغه وطن و، نه هغه خلک وو او نه هغه څه وو، چې مخکې یې لیدلي وو؛ هرڅه بدل شوي و او هر هغه څوک قدرمن و چې طالب چارواکو سره اړیکه درلوده او یا یې د خپلوانو له جملې څخه و، نه زده کړې، نه تجربه او نه هم اسناد د اعتبار وړ ګڼل کیدل.
دغه بې سرپرسته میرمن زیاتوي، چې د طالبانو تبعیضي او دوه ګوني چلند یو ځل بیا ناهېلې کړه، خو په خبره یې چې بله لار یې نه درلوده او یو ځل بیا یې هڅه وکړه چې یو دولتي ښوونځي کې دنده واخلي، مګر هڅې یې ناکامې او ټولو ورته همدا یوه خبره کوله چې بستونه ډک او نور څوک نه شي جذبولی.
ښوونکې عالیه وایي، وروسته له شپږو میاشتو یې په ډیرې سختۍ د قابلګۍ دنده پیدا کړه، خو هلته هم طالبانو ورته د محرم سره راتګ پلمه کړ او له دندې یې ګوښه کړه «زما دوه زامن چې د دیارلس او لس کلونو دي او ما بل څوک نه درلودل چې له اتلس کلونو پورته وي د دندې څخه یې وشړلم».
عالیه د درې میاشتو بې کاري وروسته دې ته مجبوریږي، چې د خلکو په کورونو وګرځي ترڅو کار پیدا او خپله کورنۍ وساتي «د یو داکټر کور کې مې کار پېل کړ او کله چې زما د ژوند داستان یې واورېد او زما د دومره کار او تجربې څځه متاثر شو، نو ما ته یې په خپل کلینیک کې د قابلګۍ دنده راکړه، دا یو څو میاشتې کېږي چې خپل ژوند د قابلګۍ په ډیره ناچیزه معاش مخته وړم».
عالیه اوس مهال د خپل ځان او اولاد راتلونکي ته هيڅ خوشبینه نه ده، او نه پوهېږي چې دا حالت به تر کومه پورې دوام کوي. نوموړې وایي: «زما راتلونکی په څه کېږي، زما د اولادونو راتلونکی به ځنګه کېږي او د ښځو انجام به څه کېږي دا واقعا یو ډیر ګنګ حالت دي چې افغانې ښځې په کې ډیرې ځورول کېږي، ځکه خو د افغانستان اتیا تر نوي سلنه ښځې په روحی او رواني ناروغیو کې اخته دي.»