انځور: خواله رسنۍ

طالبانو په جوزجان کې یو تن د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړ

اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په جوزجان ولایت کې یې د قتل په تور پر یو کس د «قصاص حکم» اجرا کړی دی.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې دغه سړى د نظر محمد په نوم ياد شوى او ويل شوي، چې نوموړى نن (دوشنبه، ۷ د کب) د شبرغان ښار لوبغالي کې په عام محضر کې اعدام شوی دی.

 د طالبانو سترې محکمې زیاته کړې، چې نظر محمد د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ اوسېدونکی و او دوه کاله وړاندې یې په شبرغان ښار کې د خال محمد په نوم یو کس په چاقو وژلی و.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې نظرمحمد د طالبانو د درې ګونو محکمو (ابتدایې، مرافعې او تمیز) له خوا د قصاص په حکم محکوم شوی او دغه حکم د هبت الله اخوندزاده له تایید وروسته عملي شوی دی.

 تېره اوونۍ هم طالبانو په غزني کې دوه تنه د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړل.

 دغې ډلې تر دې وړاندې په فراه او لغمان ولایتونو کې دوه تنه به عام محضر کې اعدام کړي وو.

 له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ، دوی په مکرر ډول تورنو کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکړې.

 د بشري حقونو بنسټونه په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول د دوی انساني کرامت ته سپکاوی ګڼي او د مخنیوي غوښتنه کوي.