د کونړ په یو شمېر لېرې پرتو ولسوالیو کې د غره ییزو سیمو اوسېدونکي، چې خپلو سیمو ته د تګ راتګ لارې نه لري د اشر او چندو پر مټ یې د سړکونو د جوړونې چارې پېل کړې دي.
ځايي خلک شکایت کوي، چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې یې په دې برخه کې خپل غږ پورته کړی، خو نه تېر جمهوريت ورته کار کړی او نه هم د طالبانو اوسني نظام په دې برخه کې کوم ګام پورته کړی دی.
دوی وايي، سیمه ییز خلک له اقتصادي پلوه سخت کمزوري دي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت او نړیوالې مرستندویه ادارې دې ورسره د ژمنو پرځای رښتینې همکاري وکړي.
څوکۍ، درین او هېلګل د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ هغه درې دي، چې ځايي اوسېدونکو یې د شاوخوا دوه سوه کېلو متره سړکونو د جوړولو چارې پېل کړي دي.
د هېلګل درې اوسېدونکی سپین ږیری عبدالقیوم وايي، د یادې سیمې خلک د سړک د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، چې له همدې امله اړ شول پر خپلو شخصي امکاناتو د سړک جوړونې چارې پېل کړي.
نوموړی زیاتوي، چې د دغې سیمې مېرمنو نارینه یوازې نه دي پریښي او د سړک جوړونې په موخه یې خپل څاروي او زېورات پلورلي او د خپلې سیمې سړک جوړونې ته یې ځانګړې کړي.

نېک محمد، چې د چندو پر مټ په دغه جوړېدونکي سړک کې کار کوي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «هېلګل ډېره لویه دره ده، په سلهاوو کورنۍ په کې ژوند کوي، سړک نه لري او خلک له سخت مشکل سره مخ دي، کلینیک ته د مریض د وړلو لار نشته، په جنازه کې خپل مریضان تر لاندې سړک ښکته کوو، داسې وخت راغلی، چې زنانه مریضه مو په کټ اچولې او ترڅو مې چې لاندې سړک ته رسولې ماشوم یې ضاېع شوی، زه خپله ډېر غریب یم؛ خو هر سهار راځم او تر مازدیګره دلته کار کوم بیا کور ته ځم.»
د غازي آباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د لارو د خرابوالي له امله د موټرو د چپه کېدو ګڼې پېښې شوي، چې له امله یې په زیات شمېر کلیوال مړه او ټپیان شوي.
د هېلګل درې بل اوسېدونکی محمد رحیم بیا نیوکه کوي، چې د تېر جمهوري نظام او د طالبانو په برحاله رژیم کې یې په ځلونو د سړکونو د جوړونې په موخه غوښتنې کړي، چې په خبره یې هر ځل ورسره یوازې د کاغذ پرمخ ژمنې شويو خو زیاتوي چې تر اوسه یې عملي جنبه نه ده غوره کړې.
نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «باید زمونږ د هېلګل درې ټولو ساحو ته سړک جوړ شي، ځکه په تېرو شلو کلونو او اوسنیو دوه نیمو کلونو کې راته سړک جوړ نه شو، مونږ له مجبورې ورځې لګیا یو په خپل مصرف سړک جوړوو؛ زمونږ دا غوښتنه ده، چې حکومت [طالبان] او نړۍ والې موسېسې باید دلته د سړکونو د جوړونې لپاره مونږ سره همکاري وکړي، ځکه دلته نر او ښځې له سخت تکلیف سره مخ دي، یوازې وعدې کېږي، چې سړک درته جوړوو، خو عمل پرې نشته، د یخ په سر خط لیکل دي.»

د کونړ د پېج درې ولسوالۍ د «ګرو» کلي اوسېدونکو چې په چنده یې پر سیند د پله د جوړېدو چارې پېل کړي وايي، د حکومتونو له لوري د دوامدارو ژمنو له ماتېدو وروسته اړ شول، چې د پله د جوړونې لپاره خپله لاس پکار شي.
د یادې سیمې اوسېدونکی نعمت الله وايي، د یاد پله د جوړونې چارې له نیمايي زیاتې ترسره شوي، خو د بودیجې د نشتوالي له امله چارې په ټپه درېدلي.
هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «مونږ د چندې په پیسو د پله استنادي دېوالونه، پایې او نور کارونه کړي، خو نورې پیسې نشته چې لانټر یې واچوو، شاوخوا ۱۸ لکه نورو پیسو ته ضرورت دی او زمونږ غوښتنه دا ده، چې له شتمنو خلکو نیولې تر نړۍ والو مرستندویه موسېسو او حکومت [طالبان] باید مونږ سره نغدي مرسته وکړي، ترڅو دغه پُل جوړ او زمونږ د خلکو مشکل حل شي.»

بل لور ته کونړ کې د طالبانو ولایتي چارواکي د ولسي خلکو ستونزې مني او وايي، چې د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې یې د نړۍ والو مرستندویه ادارو پر مټ د سړکونو او پلونو جوړولو پروژې پېل کړي او هڅه کوي، چې دغه لړۍ پاتې سیمو ته هم وغځوي.
د کونړ د ټولګټو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي شمس الرحمن شمس زیاتوي: «د غازي آباد ولسوالۍ په سړکونو کې مونږ خپله برخه همکاري کړې، د وسایطو مرسته مو کړې، چې خلک پرې خپل کار وکړي، په ناړۍ ولسوالۍ کې مو هم د اجیټ موسېسې په همکارۍ سړکونه ورغول، بندونه مو هم جوړ کړل او کوشش کوو، چې نورو سیمو کې هم خپلو کارونو ته دوام ورکړو.»

کونړ د هېواد یو له غره ییزو ولایتونو دی، چې ځايي خلک یې لاهم د خپلو ستونزو د حل او ټولګټو چارو د ترسراوي په موخه د اشر یا ګډ کار دود پالي.
ځايي خلک باور لري، که د ستونزو د حل په موخه په خپله لاس پکار نه شي، د حکومتونو بې غوري به یې ستونزې لا ډېرې او نه جبرانېدونکې کړي.
