د لوګر محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکي: له شته برېښنا بې برخې يو

د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو د برېښنا رياست له مسوولينو غوښتنه کوي چې دوی ته دې د وارداتي برېښنا د ويش په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

محمدآغه د ياد ولايت له ګڼ نفوسه ولسواليو څخه ده، چې په دې وروستيو کې يې د اوسېدونکو غوښتنې د وارداتي برېښنا د ويش لپاره زياتې شوې دي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، کلونه وړاندې له لوګر ولايت سره د ازبکستان هيواد وارداتي برېښنا وصل شوې، خو د نه پاملرنې له امله مرکز پل عالم ته د نږدې محمداغې ولسوالۍ عام خلک لاهم له شته برېښنا بې برخې دي.

دوی په دې برخه کې د طالبانو له حکومت او د برېښنا رياست له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي چې پاتې زرګونه کورنيو ته دې د برېښنا ويش لپاره عملي اقدام ترسره کړي.

د محمداغې ولسوالۍ د زرغون شهر سيمې يو اوسېدونکي رحمان الله رقيب اطلاعات روز ته وويل، د ولسوالۍ مقام او ۳۳۳ قطعه له برېښنا برخمنه شوې، خو په وينا يې چې د ولسي خلکو کورونو ته لاهم د دغې برېښنا د مزو غځولو کار نه دی پېل شوی‌.

نوموړی زياتوي چې په تېر جمهوري نظام کې له لوګر ولايت سره وارداتي برښنا وصل شوې، خو د ويش لپاره يې په تېر څو کلونو کې خورا پڅ کارونه ترسره شوي دي.

هغه وويل: «۲۰۲۰ کال و، محمد اجمل شاپور د لوګر والي و، يوې ناسته کې يې د محمداغې په شمول برکي برک او خوښۍ ولسواليو ته د برېښنا د ويش په اړه خبر ورکړ، خو د څلورو کلونو په تېرېدو تر اوسه مونږ ته د برېښنا مزي را و نه غځول شول.»

د دغې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی چې په شاهي کلا سيمه کې اوسيږي د وارداتي برېښنا وصلول يې د ټولو خلکو غوښتنه وبلله او ویې ویل، د طالبانو حکومت د برېښنا رياست مسوولين دې په دغه برخه کې چټک ګامونه واخلي.

نوموړی زیاتوي: «برېښنا خو يو لوی نعمت دی، هر څوک دا هېله لري چې کورونو کې دې ژوندی برق ولري، اوس يې چې د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکي نه لري له ډېرو ستونزو سره مخ شوي يو، زمونږ هېله دا ده چې پر سر مو تېر شوي لينونه نور د استفادې سبب هم وګرځي.»

د محمد اغې ولسوالۍ سربېره د دغه ولايت اوسېدونکي ځينو نورو ولسواليو ته هم د برېښنا غځولو لپاره د عملي ګامونو ترسره کېدل غواړي او وايي، که د ازرې ولسوالۍ د تنګ سيمې پر اوبو د برېښنا بند جوړ شي، نه يوازې لوګر بلکې پکتيا او د ننګرهار ولايتونو ځينو برخو ته هم برېښنا ورکولی شي.

دوی زياتوي چې د برېښنا په ويش سره به نه يوازې دا چې لوګر کې د خلکو اوسنۍ اړتياوې پوره شي، بلکې ګڼ پانګوال به په صنعتي برخه کې هم پانګونې ته ليواله شي.

په دې اړه لوګر کې يو تن فعال ځوان عبدالصبور ستانکزي وويل: «زما نظر دا دی چې اول خو له دغې راغلې برېښنا بايد استفاده وشي او ولسواليو ته وغځول شي، خو دا پردی کټ دی نو مونږ بايد په خپل ځان بسيا شو او هغه دا چې په ازره کې د تنګ په اوبو بايد د برېښنا بند جوړ شي.»

د لوګر ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو څه موده وړاندې برکي برک ولسوالۍ ته د برېښنا غځولو لړۍ پای ته ورسوله او په يادو مراسمو کې يې ډاډ ورکړ، چې دوی به دغه برېښنا محمداغې او ځينو نورو ولسواليو ته هم وغځوي.

په دغه پرانيسته کې د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت د تاميناتي چارو مرستيال مولوي عبدالله مختار وويل، برکي برک ولسوالۍ ته دغه پروژه په څه باندې ۲۰ ميليونه افغانۍ پلي شوې، چې سلګونه کورنۍ به له دغې برېښنا برخمنې شي.

په ورته مهال د دې ولايت د طالبانو د برېښنا ريیس له يوې سيمه ييزې راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې په تېرو ۱۸ مياشتو کې يې له برېښنا له طريقه ۲۸۵ ميليونه عوايد ترلاسه کړي دي.

محمد فهيم منصور زياته کړې، چې دوی په تېرو څو مياشتو کې زرګونه کورنيو ته برېښنا وېشلی او په وينا يې چې د محمداغې ولسوالۍ د کورنيو چارو وزارت د ۳۳۳ ځانګړو ځواکونو قطعې ته يې هم ياده برېښنا وصل کړې ده.

د يادولو ده، چې په تېرو څو مياشتو کې د لوګر ولايت مرکز پل عالم اړوند ساحو کې له ۳۰۰۰ ډېرو کورنيو ته تازه د وارداتي برېښنا ويش ترسره شوی دی.

له ازبکستان هیواد څخه وصل شوې وارداتي برېښنا د ځینو شمالي ولایتونو او پلازمینې کابل په ګډون لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته هم غځول شوې او په یادو ولایتونو کې د مرکزونو او ځینو ولسوالیو اوسېدونکي ترې برخمن دي، خو د زیاتې پرچاوۍ له امله له ستونزو سره هم مخ او د حل غوښتنه یې کوي.