چاودنه

د ننګرهار ولایتي شورا غړی عبدالقهار قدیر یوې چاودنه کې ټپي شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي، د دې ولایت جلال اباد ښار کې د ولسي جرګې د پخواني غړي حاجي عبدالقدیر د ورور او د ولایتي شورا پر غړي عبدالقهار قدیر ماین چاودنه شوې.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، دغه پېښه نن (شنبه، ۹ د کب) غرمه مهال شاوخوا دولس بې او ۲۰ دقیقې د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند فارم هډې سیمه کې د سړک غاړې ماین له امله رامنځته شوې ده.

د ښاغلي خان په وینا، په دې چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او په خپله د ولایتي شورا غړی ټپي شوی دی. فرید خان زیاته کړه: «چاودنه غرمه د جلال اباد ښار شپږمه ناحیه کې د ننګرهار د ولایتي شورا پر غړي عبدالقهار قدیر ماین چاودنه کړي چې له امله یې وکیل ټپي دی او یو ملکي وژل شوي.»

اخوا د ننګرهار د حوزوي روغتون ویاند ظاهر عادل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د پېښې له ځایه روغتون ته یو جسد او یو ټپي راوړل شوی. تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.