اطلاعات روز: په افغانستان کې د وروستيو پنځو کلونو پر مهال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د کاري ارزوونکې ډلې غونډه پرون (دوشنبه، ۱۰ د غويي) په جینوا کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې په جينوا کې د افغانستان د استازي نصير احمد انديشه په نوم د افغانستان پلاوي ګډون کړی و.
دې پلاوي د «افغانستان د ملي راپور» تر عنوان لاندې خپل راپور هم وړاندې کړ.
په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې بې مخينې وضعيت ته په پام غوښتنه شوې وه چې د دې هيواد د تعهداتو ارزونه دې وځنډول شي، خو د بشري حقونو دفتر د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر پر پنځمه پرېکړه وکړه چې د افغانستان ارزونه به له پلان سره سمه ترسره کېږي.
له دې سره-سره، په راپور کې راغلي چې افغانستان د درېيمې دورې له ۲۵۸ توصيو څخه د ټولنيزو، اقتصادي او فرهنګي حقونو او د ښځو او ماشومانو په ګډون د متضررو ډلو د حقونو په برخه کې په قانوني او کلي چوکاټ کې د ۲۳۵ توصيو ملاتړ کړی دی.
د افغانستان په راپور کې راغلي چې د طالبانو په واکمنېدو او د بشري حقونو د بنسټونو په پاشل کېدو، د توصيو د پلي کولو بهير درېدلی دی.
د افغانستان په راپور کې ويل شوي چې طالبانو د شريعت د قوانينو له مخې د بشري حقونو نړيوالو معاهداتو ته د درناوي ادعاوې کړي، خو داسې هيڅ مدرک نشته چې د تصويب شويو معاهداتو په تړاو د افغانستان د تعهداتو د اجرا کولو لپاره د دوی د ادعا ملاتړ وکړي.
د راپور له مخې، طالبانو په ورته مهال کې تر ۲۰۰ زيات داسې فرمانونه او اعلاميې ورکړې دي چې د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږکيو او نورو متضررو ټولنو حقونه محدودوي.
د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د پلاوي په راپور کې ويل شوي: «د بشري حقونو د رعايتولو په تړاو د طالبانو له تضمينونو سره-سره د افغانستان وګړي د خپلو او ښځو د ذاتي بشري حقونو د سيسټماټيک له منځه تګ شاهد دي، خو بيا هم هيڅ ظلم او ځپنه نه شي کولای زموږ او د افغانستان د ښځو مقاومت ختم کړي.»
له طالبانو سره تعامل دې د بشري حقونو تر رعايتولو پورې مشروط وي
د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان پلاوي په خپل راپور کې ويلي، چې بايد ډاډ تر لاسه شي چې له طالبانو سره هر ډول خبرې-اترې او يا تعامل د بشري حقونو او د افغانستان د وګړو د بنسټيزو ازاديو تر رعايتولو پورې مشروط دی.
په راپور کې راغلي، لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو په څو پرېکړهليکونو کې ويل شوي، تعامل بايد د سياسي حل لارې د را پيدا کولو لپاره يوه وسيله وي، نه يو هدف.
همدا راز په دې راپور کې راغلي د يوه ټولګډونه دولت د رامنځته کولو لپاره دې اقدامات ترسره شي، خو دا تضمين دې وشي چې د تصميم نيونې پر ځايونو داسې ښځې او ځوانان بشپړ او معنادار ګډون لري چې د بشري حقونو ملاتړ او ترويج ته ژمن وي.
د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د راپور يو وړانديز دا و چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له لوري دې يو خپلواک څېړنيز ميکانيزم رامنځته شي، تر څو د بشري حقونو ټول موارد او د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو سيسټماټيک تبعيض د «جنسيتي اپارتایډ» په توګه وارزوي.
د طالبانو پر خلاف د پرېکنده اقدام غوښتنه
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له دې شورا غوښتنه وکړه چې د طالبانو پر وړاندې پرېکنده چلند وکړي. ده همدا راز د طالبانو پر خلاف د اغېزناکو او هدفمندو بنديزونو د لګولو په ګډون د لا سختو اقداماتو غوښتنه وکړه.
فايق په خپلو خبرو کې وويل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او نورو لږکيو لپاره ډېر بد دی.
ده زياته کړه، چې اوس مهال د افغانستان خلک د طالبانو تر رژيم لاندې د بشري حقونو په برخه کې له سترو ننګونو سره مخ دي.
فايق د بشري حقونو له شورا څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو دې پرېکنده چلند وکړي. ده وويل چې د څارنې، راپور ورکولو او د طالبانو د پوښتلو لپاره د يوه مستقل څېړنيز بنسټ رامنځته کول مهم دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي زياته کړه چې ډېره مهمه ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو پر خلاف د اغېزناکو او هدفي بنديزونو په ګډون لا سخت اقدامات تر هغو وکړي چې د بشري حقونو په برخه کې بنسټيز پرمختګونه او همکارۍ نه وي ليدل شوې.
د بې عدالتۍ زياتوالی
د افغانستان د استازو د مجلس پخوانۍ استازې شاه ګل رضايي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د بشري حقونو د کارنامې ارزونې په غونډه کې وويل، چې طالبانو د تېرو دوو لسيزو ټولې لاسته راوړنې له منځه وړې دي، قوانين يې لغوه کړي او قضايي سيسټم يې له شريعت څخه د خپل سختدريځي تفسير پر اساس جوړ کړی دی چې له کبله يې بې عدالتي زياته شوې او د مجرمانو لپاره د معافيت سزا رامنځته شوې.
اغلې رضايي زياته کړه، چې طالبان د هغو قوانينو او نړيوالو معاهداتو له رعايتولو سرغړونه کوي چې افغانستان لاسليک او تصويب کړي دي او د احکامو، فرمانونو او اوامرو د ورکړې له لارې د ښځو او لږکيو حقونه په نښه کوي.
دې د ملګرو ملتونو له بېلابېلو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په ځانګړې توګه د لږکيو د حقونو د خونديتوب په لړ کې دې فعال رول ولوبوي.
اغلې رضايي وويل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت په ځانګړې توګه د ښځو او لږکيو حقونه د نړيوالې ټولنې قوي ځواب ته اړتيا لري او اړينه ده چې نړيوال ميکانيزمونه بسيج شي تر څو هغوی خپلو حقونو ته لاسرسی پيدا کړي.