Photo: Social Media

د خوست په ځينو سيمو کې لاهم ځنګلونه په بې رحمانه ډول وهل کېږي

د خوست زياتره ولسوالۍ چې غرنیزې او په شنو ځنګلونو پوښل شوي، د طالبانو له سختو بنديزونو او قومي تړونونو سره سره بيا هم د دغه ولایت په ځينو سيمو کې ځنګلونه په بې رحمانه ډول وهل کېږي.

په دغه ولايت کې د طالبانو مسوولين د دې ځنګلونو د ساتنې لپاره د شنې قطعې په نوم د ځانګړي ځواک د جوړېدو خبر ورکوي او په بېلابېلو خبرپاڼو کې يې ويلي، چې د خپلسرو ځنګلونو د پرې کولو مخنيوی يې کړی، خو خلک وایي، چې ځنګلونه په پټه توګه د برقي ارو په وسیله پرې کېږي.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ شمباوت، په تڼيو ولسوالۍ کې د بندخېلو، سنکيو، ادمامد، د شکل دوه منده، د سپېرې ولسوالۍ تنګي سيمه، د ځاځي ميدان الګاډې او د ګربزو ولسوالۍ ژوره هغه سيمې دي چې ګڼ او د پخوانيو کلونو ځنګلونه په کې شتون لري، خو د طالبانو له شنې قطعې يې په ځينو سيمو کې په پټه توګه بې رحمانه پرې کول دوام لري.

د خوست ولايت اوسېدونکي وايي، که څه هم طالبانو تر ډیره په ناقانونه ډول د ځنګلونو د پرې کولو مخه نيولې، خو د دوی په وينا لاهم د دغه ولايت په ځينو لېرې پرتو ولسواليو کې خلک د برقي ارو څخه په استفادې په پټه توګه ياد ځنګلونه وهي.

د خوست ولایت قلندر ولسوالۍ غرونه. انځور: خواله رسنۍ

د حاجي قسيم په نوم د خوست اوسېدونکی ځنګلونه د هيواد لويه سرمايه ګڼي او وايي، په تېرو دوو لسيزو کې جګړو او د ځينو مافيايي کړيو له لوري ځنګلونو ته سخته ضربه رسېدلې او لاهم په ټوله مانا د دغه ناوړه اقدام مخه نه ده نیول شوې.

هغه زياتوي، چې د خوست ولايت په شمباوت او سنکيو سيمه کې ځينې کسان د شپېې له خوا ځنګلونه پرې کوي.

قسيم وويل، چې ځنګلونو ته زيان يوازې د خلکو له لوري هم نه اوړي، بلکې ځينې وخت طبیعي افتونو هم بعضی وختونه د ځنګلونو د له منځه وړلو لامل شوي دي.

نوموړي داسې وويل: «دا ځنګلونه خو زمونږ لپاره لويه سرمايه ده، خو ظالمانو په تېرو شلو او ۲۵ کلونو ورسره ډېر زياتی وکړ او اوس هم ځينو منطقو کې دغه ظلم روان دی، زه چې خبر يم په شمباوت او سنکيو سيمو کې خلکو ورته برقي ارې پيدا کړي، د شپې يې پرې کوي او بيا يې هغه پاتې برخه په خاوره پټوي.»

د دغه ولايت د مرکز اړوند ورغه کلي اوسېدونکی روزي خان وايي، اقتصادي ستونزې او د کار نشتون د دې سبب شوي چې خلک د ژوند اړتياوو د پوره کولو لپاره د ځنګل ناقانونه پرې کولو ته مجبوره شي.

نوموړی زياتوي، که حکومت غواړي، چې د ځنګلونو سربېره د نورو ناقانونه کړنو مخه ونيول شي، نو بې روزګاره ځوانانو ته دې د کار کولو زمينه برابره کړي.

هغه وويل: «دلته که خلک ځنګل پرې کوي دا د ځينو مجبوریتونو له وجې دي، ځکه له دې لارې خپلې د کورنۍ اړتياوې پوره کوي، خو که ورته د کار کولو زمينه يې بې کاره ځوانانو ته برابره شي بيا نه مجبوريږي چې شنه ځنګلونه پرې کړي او يا يې قاچاق کړي، نو حکومت بايد يوازې په دې پوکس ونه کړي چې ځنګل د ټوپک په زور وساتي، خلک چې په کار مصروف شي بيا ټوپک ته هم ضرورت نشته.»

برقي ارې هغه وسیله ده چې ځنګلونه پرې په ډېرې اسانۍ سره قطع کېدلی شي او د ځنګلونو قاچاق کوونکي ورڅخه په پټه توګه استفاده کوي. انځور: خوست کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست

خوست کې د شيخ زايد پوهنتون محصل شيرين د ځنګلونو د ارزښت په اړه اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، که په يوې سيمه کې طبیعي شنه ځنګلونه پرې کړل شي، نو د هغه په وينا ټولنې ته يې له اقتصادي، موسمي او طبيعت له اړخه زيات زيان رسيږي.

هغه وويل: «ځنګل او شنه ساحه خو د انسانانو لپاره ډېر مهم څيز دی، هوا پاکوي انسانانو ته کافي اکسيجن ورکوي، د سیلابونو مخه نيسي او يوې منطقې ته ښکلا ورکوي، هغه نورې ګټې خو پرېږده چې څومره د ناروغيو مخه هم نيسي.»

 د خوست ولايت لپاره د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست چارواکي بيا وايي، چې د ځينو همکاره موسېساتو پر مټ يې د مرکز او ځينو ولسواليو په ګډون په مختلفو سيمو کې شاوخوا ۱۰۰۰ هکتاره ځمکه په شنو ځنګلونو پوښلې ده.

د دوی په وینا چې یاد ځنګلونه یې د دغه ولایت په تڼیو، ځاځي میدان او موسی خېلو ولسوالیو کې اېښودلي او د یاد ریاست د طبیعي سرچینو د آمریت له قوله چې په راتلونکي کې به د ځنګلونو د بیا احیا لړۍ نورو سیمو او ولسوالیو ته هم وغځوي.

د نادر شاه کوټ ولسوالۍ په شمباوت سیمه کې په ناقانونه ډول د وهل شویو ځنګلونو څخه ترلاسه شوي لرګي. انځور: خوست کې د طالبانو امنیې قومندانۍ

بلخوا خوست کې د طالبانو امنیې قومندانۍ په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې د هغو کسانو د نيولو خبر ورکړی، چې شنه ځنګلونه یې په ډیرې بې رحمانه ډول سره پرې کړي و.

خبرپاڼه زياتوي، چې يادو کسانو د نادر شاه کوټ ولسوالۍ په شمباوت سيمه کې شنه ځنګلونه قطع کړي، چې وروسته د کشفي راپورونو پرمټ د شنې قطعې له خوا نیول شوي دي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د خوست ولايت لپاره د طالبانو دامنيې قومنداني نظر هم له ځانه سره ولرو، خو بريالي نه شوو.

شنه قطعه د طالبانو ځانګړی ځواک دی، چې د هيواد په غرنيو ولايتونو کې د طبیعي ځنګلونو د ساتنې لپاره جوړ شوی دی.