اطلاعات روز: افغانستان نړیوال شل اوریز جام ته د تياريو په لړ کې له سکاټلينډ سره په تمريناتي لوبه کې د ۱۷۹ منډو هدف کېښود او سکاټلينډۍ لوبډلې ته يې د ۵۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د افغانستان او سکاټلينډ تر منځ تمريناتي لوبه نن (جمعه، ۱۱ د غبرګولي) ترسره شوه او افغانستان پکې د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره يې سکاټلينډ ته د ۱۷۹ منډو هدف کېښود.
د افغانستان له لوري ګلبدين نايب تر ټولو ډېري ۶۹ چټکې منډې وکړې او همدا راز عظمت الله عمرزي هم د ۴۸ منډو يوه چټکه پاڼۍ ولوبوله.
سکاټلينډۍ لوبډلې ونشوای کولای چې په ټاکلو شل اورونو کې هدف پوره کړي او په لومړي سر کې د افغان بالرانو ښکار شوه.
د افغانستان له لوري مجيب الرحمان او کريم جنت دوه او نوين الحق، راشد خان، ننګيالي خروټي، عظمت الله عمرزي او ګلبدين نايب يو-يو سکاټلينډي لوبغاړی وسوځاوه.
سکاټلينډۍ لوبډلې وکولای شول چې ټول شل اورونه ولوبوي او د نهو لوبغاړو په بايللو سره يې ټولې ۱۲۳ منډې وکړې.
د افغانستان لومړۍ تمريناتي لوبه له عمان سره وه چې عمان پکې توپ وهنه کړې وه، خو د باران له کبله لوبه لغو او افغانستان ته د توپ وهنې نوبت ونه رسيد.
ټاکل شوې ده چې نړیوال شل اوريز جام د راتلونکې يکشنبې (۲ د جون) په ورځ د متحده ايالاتو او ويسټ انډيز په کوربتوب راپيل شي چې افغانستان پکې له نيوزيلينډ، ويسټ انډيز، يوګانډا او پاپوا نيو ګيني سره په يوه ګروپ کې دی.
افغانستان به په شل اوریز نړیوال جام کې خپله لومړۍ د جون پر څلورمه له يوګانډا سره کوي.