اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې يوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د افغانستان او يوګانډا ترمنځ لوبه نن (سېشنبه، ۱۵ د غبرګولي) سهار ۵:۰۰ بجې د کربین په ګیانا ټاپو کې ترسره شوه. په دې لوبه کې افغانستان د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې یوګانډا ته د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.
يوګانډا د هدف په تعقيب کې له لومړي سره د افغان بالرانو ښکار شوه او پر لومړيو څلورو منډو يې دوه لوبغاړي وسوځېدل. د يوګانډا ټوله لوبډله په ۱۶ اورو کې پر ۵۸ منډو وسوځېده.
د افغانستان له لوري د توپ وهنې پېل ښه و او د پېل توپ وهونکو ابراهيم ځدراڼ او رحمان الله ګربز د ۱۵۴ منډو ملګرتيا وکړه او افغانستان يې يوه خوندي هدف ته ورساوه.
رحمان الله ګربز تر ټولو ډېري منډې ۷۶ وکړې او همدا راز ابراهيم ځدراڼ هم ۷۰ منډې وکړې. نورو افغان توپ وهونکو ونشوای کولای چې اوږده ملګرتیا وکړي، چې له امله یې د وروستي شپږو اورونو سمه ګټه پورته نشوه او افغان لوبغاړي په پرلپسې ډول وسوځیدل.
په افغان بالرانو کې فضل الحق فاروقي د يوګانډا تر ټولو ډېر پنځه لوبغاړي وسوځول او همدا راز نوين الحق او راشد خان دوه او مجيب الرحمان يو لوبغاړی وسوځاوه.
یاده دې وي چې افغانستان خپله دویمه لوبه د روانې جون میاشتې پر ۸مه له نيوزيلينډ سره کوي.