ننګرهار کې یو ۱۲ کلن ماشوم د کونړ سیند وړی او مړ شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې یو ۱۲ کلن ماشوم د کونړ سیند کې د لامبو پر مهال اوبو وړی او مړ شوی دی.

د سیمې اوسیدونکی الهام وایي، چې تېره ورځ (سې‌شنبه، ۱۵ د غبرګولي) غرمه مهال د مومندرې ولسوالۍ اړوند «بیلې» سیمه کې د دریاب ګل په نوم یو ماشوم د کونړ سیند کې د لامبو پر مهال اوبو وړی او له څو ساعتونو وروسته یې خلکو جسد له اوبو را ویستلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې دریاب ګل د خپلو ملګرو سره یادې سیمې ته د لامبو وهلو لپاره تللی و، چې بیا سیند وړی او د څلورو ساعتونو وروسته یې جسد د لعلپورې ولسوالۍ سیند کې موندل شوی دی.

ننګرهار کې هر کال ګڼ شمیر کسان په سیندونو کې د لامبو او یا هم له سینده د تیریدو پر مهال ژوند بایلي، ځکه د کونړ سیند ته څیرمه په زیاترو سیمو کې پلونه نه دي جوړ شوي.