اطلاعات روز: د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د لوبو په لړ کې افغانستان په خپله دويمه ګروپي لوبه کې نيوزيلينډ ته د ۸۴ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د افغانستان او نيوزيلينډ تر منځ په نننۍ (شنبه، ۱۹ د سلواغې) لوبه کې افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره يې نيوزيلينډ ته د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري د تېرې لوبې په څېر يو ځل بيا د پيل لوبغاړو رحمان الله ګربز او ابراهيم ځدراڼ ښې منډې وکړې. ګربز ۸۰ او ابراهيم ځدراڼ ۴۴ منډې جوړې کړې.
نيوزيلينډي توپ وهونکي د خپلې پاڼۍ پر لومړي بال د فضل الحق فاروقي ښکار شول او د پيل لوبغاړی يې ورته وسوځاوه. تر دې وروسته نيوزيلينډي توپ وهونکو ونشوای کولای چې له افغان بالرانو منډې واخلې او ټول يو په بل پسې په ۱۶ اور کې پر ۷۵ منډو وسوځېدل.
د افغانستان له لوري فضل الحق فاروقي او راشد خان څلور او محمد نبي دوه نيوزيلينډي توپ وهونکي وسوځول.
افغانستان په دې بريا سره د څلورو نومرو په لرلو سره د خپل سي ګروپ په سر کې دی او يوازې په يوې بلې بريا سره کولای شي د نړیوال جام بل پړاو ته ولاړ شي.
افغانستان به د روانې جون مياشتې پر ۱۴ خپله درېيمه لوبه له پاپوا نيو ګيني سره کوي. افغانستان تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې يوګانډا ته هم ماتې ورکړې.