پر افغانستان د طالبانو بیا ځل واکمنیدو وروسته ګن شمیر افغان کدرونه د بېلابېلو لاملونو له کبله هیواد پرېښودو ته اړ شول، چې په دې کې یو شمیر هغه متخصصې روغتیاپالانې هم شاملې وې چې د هیواد په روغتونونو کې یې دندې درلودې او په وتلو سره یې په روغتونونو کې لویه تشه رامنځته او نشتون یې بدې اغیزې پریباستلې دي.
په یو شمیر دولتي روغتونونو کې ډاکټرانې وایي، د ښځینه متخصصو ډاکټرانو کمښت د ښځینه ناروغانو په ځانګړې توګه د اومیندواره میرمنو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
کابل کې د ملالۍ روغتون د نسایي او ولادي برخې متخصصه خالده ابراهیمي (مستعار) وایي، چې د طالبانو راتګ سره د روغتیایي کدرونو وتل د دې لامل شوي چې په هېواد کې د اومېندواره مېرمنو د مړینې کچه لوړه شي.
هغې وویل: «که یواځې د ملالۍ روغتون یادونه وکړو له تحول څخه څو ورځې وروسته د رییس په ګډون د دغه روغتون څلور ټرینر متخصصانې او شاوخوا ۲۰ تنه ښځینه ډاکټرانې ووتلې چې دا ډېره دردونکې خبره ده او په دې سره روغتون ته ډېر زیان ورسېده.»
مېرمن خالده د طالبانو له لوري د ناسمو او ناعادلانه محدودیتونو لګول له هېواده د دغو ډاکټرانو د وتلو اصلي لامل بولي او زیاتوي، چې دغه ډله د روغتیاپالانو سره د طبابت د قوانینو پر اساس چار چلند نه کوي او یوازې خپلو غوښتنو ته لومړیتوب ورکوي.
نوموړې زیاته کړه: «زه خپل د سترګو لېدلی حال وایم، طالبانو ویل چې اذان سره سم ټول باید جومات ته ولاړ شئ او وروسته بیا ناروغ ته رسېدنه وکړئ، که هغه ناروغ عاجل وي بیا؟ په طبابت کې موږ ځانګړي قوانین لرو چې د انسان ژوند ته لومړیتوب ورکوي، خو امارت د دغو قوانینو خلاف عمل کوي. که څه هم ډېری یې ځان ملا او د قران قاري بولي، خو د کتاب په لوستلو هم نه پوهېږي.»
دغه راز د یو بل دولتي روغتون ډاکټراه چې نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي وايي، چې د ډاکټرانو د کمښت له کبله ټولو ناروغانو ته پر وخت لاسرسی ستونزمن شوی او له امله یې ډېر کله ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دغه ډاکټرې وویل: « ماته معلومېږي چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او شخصي روغتونونو ته نه شي تلای، اوس چې په دولتي روغتونونو کې هم ډاکټرانې نه وي نو تاسو خپله ووایئ، یوه نوکریواله ډاکټره به تر کومه بریده ځواب ویونکې اوسي؟ معلومداره خبره ده کله چې خلکو ته رسېدنه کمه وي د مړینې کچه هم لوړه وي او له دولتي روغتونونو د خلکو شکایت هم پر ځای دی.»
د دغو ډاکټرانو په وینا، د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه، اقتصادي ستونزې، ټولنیز سخت شرایط، روحي او رواني فشارونه؛ هغه څه دي چې د خلکو ژوند یې تنګ کړی او دا وضعیت د زغم وړ نه بولي.
یوې بلې ډاکټرې بیا د خپل نوم او کار ځای د نه یادولو په شرط وویل: «ډاکټران د خپلو اولادونو ښه راتلوونکي لپاره هېواد پرېږدي. دوی هم لوڼې او زامن لري د هغو د راتلوونکي لپاره اړې دي چې له هېواده لاړې شي، هېڅوک نه غواړي خپل اولادونه قرباني کړي. کله چې هېواد کې امکانات نه وي نو بیا مجبور بهر ته لاړې شي.»
بل لورته په یو خصوصي روغتون کې په کار بوخته میرمن ډاکټره فروزان نوابي وایي، چې له هیواده د نسايي او ولادي متخصصو ډاکټرانو تر وتلو وروسته روغتیايي چاره تر ډېره قابلو ته ورپاتې او په خبره یې چې دې چارې د مور او ماشوم مرینه زیاته کړې ده.
هغې وویل: «د افغانستان په روغتونونو کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت په لوړه کچه لېدل کېږي، په ځانګړي ډول شخصي روغتونونو کې قابلې د ډاکټرانو پر ځای کار کوي، چې خپله د اندېښنې خبره ده او دا د دې لامل کېږي چې د ناروغانو په ځانګړي ډول د مور او ماشوم مړينه ډېره کړي ځکه هغوی متخصصې نه دي او په بشپړه درملنه نه پوهېږي.»
په همدې حال کې هغه ډاکټرانې چې له هیواده کډوالې شوي وایي، د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو له له امله اړې شوې چې افغانستان پریږدي.
حسنا احمدزۍ چې د نسایي او ولادي برخې متخصصه ده او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته جرمني ته کډه شوې زیاتوي، چې هېواد کې نامناسب کاري او حقوقي شرایطو او پر ښځو د طالبانو لګول شويو محدودیتونو اړه کړه چې کډواله شي.
مېرمن احمدزۍ وویل: «هر مسلکی شخص، په ځانګړې توګه د متخصصو ډاکټرانو په وتلو سره، د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو کیفیت راټیټیږي، نو زه باوري یم چې افغانستان کې د ډاکټرانو د کمیت په راښکته کېدو کیفیت ټیټ شوی او د ښځو او ماشومانو لپاره تخصصي خدماتو رسول کم شوي او د دې خدمتونو کمېدل د هېواد راتلونکي ته لوی زیان رسوي. »
هاخوا بیا د نسایي او ولادي برخې یوشمېر ناروغ لروونکي وایي، چې د ښځینه ډاکټرانو کمښت دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
بي بي شیرین چې د ننګرهار د خوږیانو ولسوالۍ څخه یې خپله اینګور د دغه ولایت صحت عامې روغتون ته راوستلې وایي، په سيمه کې يې ښځينه ډاکټرانې نشته او ښځې د روغتيايي مرکزونو پرځای په کورونو کې زېږون کوي.
بي بي شیرین وویل: «موږ خو ښځې یوو باید ښځې ډاکټرې ته لاړې شو، نارينه مو نه پرېږدي چې نارينه ډاکټر ته لاړې شو، ځينې نارينه خو ډېره بده ګڼي چې ښځې یې نارینه ډاکټر ته لاړې شي. که ښځه یې مړه کېږي هم وایي باید کور کې ماشوم وزېږوي.»
دې سره خواکې د طب پوهنځي یو شمېر محصلانې چې د تخصص او اکمال تخصص له ازموینو پاتې دي د خپلې راتونکې په اړه د اندېښنې په څرګندولو د طالبانو له سرپرست حکومته غواړي چې په تخصصي ازموینه کې د ګډون زمینه ورته برابره کړي.
دوی وایي، چې په روغتونونو کې د فعالیت جواز اخیستو لپاره، وروستۍ یا د «اګزیت» ازموینې اخیستو ته په تمه دي او له طالبانو غواړي چې د دوی ازموینه دې هرڅه ژر واخیستل شي څو وکولای شي روغتونونو کې دندې پېل کړي.
خاټول نوابي چې په ننګرهار کې له یو خصوصي پوهنتون څخه فارغه شوې یادې ازموینې ته په تمه او په دې اړه یې وویل: «د دولسم سمستر اخري امتحانونه مو وو، چی حکومت بدل شو، امتحانونه مو ورکړل، ستاژ دوره مو هم خلاصه کړه، ځکه په هغې وخت کې پوهنتونونه بند و، خو روغتونونو کی عملي کار لا بند نه و، دوه کاله کېږې چی د اګزېتاګزام ته په تمه یوو، خو هېڅوک زموږ پوښتنه نه کوي، ورځ په ورځ مو هیله کمېږي ځکه نور دریم کال روان دی او حکومت هم زموږ په اړه تر اوسه هېڅ تصمیم نه لري.»
هڅه مو وکړه چې په هېواد کې د ښځینه ډاکټرانو د تشې ډکولو او د ښځینه فارغانو د اکزېټ ازموینې د نېټې په اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلو، خو له یوې اونۍ پرلپسې اړیکو وروسته یې هم زموږ پوښتنې ځواب نکړې.
خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پخواني وزیر قلندر عباد رسنيو سره په خبرو کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت خبره منلې وه، خو د حل لارو په اړه یې څه نه و ویلي.
ورته مهال د روغتيا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د ورځې ۲۴ ميندې او ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د مخنيوي وړ دلايلو له کبله ژوند له لاسه ورکوي.
د دې سازمان په راپور کې چې پرون يکشنبه (۲۰ د غبرګولي) خپور شوی، راغلي چې په افغانستان کې د روغتيايي کړکېچ تر ټولو بدې اغيزې ماشومان او ښځې زغمي.
د روغتيا نړیوال سازمان زياته کړې، چې د افغانستان وګړي يو ناپايداره روغتيايي سيسټم او همدا راز د ورځنيو خوړو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي.
د روغتيا د نړیوال سازمان په راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان د ښځو افسوسناک وضعيت زده کړو او تحصيل ته د ښځو او نجونو د محدود لاسرسي له کبله بدتر شوی دی.