د کرکټ نړیوال شل اوریز جام؛ افغانستان په خپله درېيمه لوبه کې پي اين جي ته ماتې ورکړه

ACB

اطلاعات روز: د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د ګروپي لوبو په لړ کې افغانستان وکولای شول چې د پاپوا نيو ګيني (پي اين جي) له لوري د ۹۶ منډو هدف په اوو ويکټو پوره کړي.

افغانستان د نننۍ (جمعه، ۲۵ د غبرګولي) لوبې د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه او په ۱۹ اورونو کې يې د مقابلې لوبډلې ټول لوبغاړي پر ۹۵ منډو وسوځول.

د افغانستان له لوري فضل الحق فاروقي درې، نوين الحق دوه او نور احمد د مقابلې لوبډلې يو لوبغاړی وسوځاوه. د يادونې وړ ده چې د پي اين جي نور لوبغاړي رن اوټ شول.

افغان توپ وهونکو وکولای شول چې د پاپوا نيو ګيني له لوري ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۶ اور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړي. د افغانستان له لوري ګلبدين نايب تر ټولو ډېري ۴۹ ناسوځيدلې منډې وکړې.

افغانستان په دې بريا سره د شپږو نومرو په لرلو د خپل سي ګروپ په سر کې دی. افغانستان به د روانې جون مياشتې پر ۱۷ خپله وروستۍ ګروپي له ويسټ انډيز سره کوي. افغانستان تر دې وړاندې په خپل ګروپ کې نيوزيلينډ او يوګانډا مات کړي.

د يادونې وړ ده چې افغانستان په دې بريا سره د نړيوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده او هلته به له هند، اسټراليا او بنګلديش سره په يوه ګروپ کې لوبېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه