کرکټ نړیوال شل اوریز جام؛ ويسټ انديز افغانستان ته ماتې ورکړه

ACB

اطلاعات روز: د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په وروستۍ ګروپي لوبه کې ويسټ انډيز افغان لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه او له افغانستان څخه يې په ۱۰۴ منډو لوبه وګټله.

د ويسټ انډيز او افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ لوبه نن (سې‌شنبه، ۲۹ د غبرګولي) ترسره شوه چې ويسټ انډيز پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره افغانستان ته په ټاکلو شلو اورونو کې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.

د ويسټ انډيز له لوري نيکولاس پوران تر ټولو ډېري ۹۸ منډې وکړې او رن اوټ شو.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې ګلبدين نايب دوه او عظمت الله عمرزي او نوين الحق يو-یو ويسټ انډيزي لوبغاړي وسوځول.

 د افغانستان له لوري د توپ وهنې پيل ښه نه و او خپل بريدګر او په دې نړیوال جام کې ټولو ډېري منډې کوونکی لوبغاړی رحمان الله ګربز پر صفر وسوځېد. د افغانستان له لوري ابراهيم ځدراڼ تر ټولو ډېري ۳۸ منډې وکړې.

دا په سي ګروپ کې د افغانستان وروستۍ لوبه وه او تر دې وروسته به د روان جون مياشتې پر ۲۰ له هند سره د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې مخ کېږي.

د يادونې وړ ده چې افغانستان په خپل ګروپ کې تر دې لوبې وړاندې خپلې لومړنۍ درې لوبې له يوګانډا، پاپوا نيوګيني او نيوزيلينډ څخه ګټلې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته