کله چې د طالبانو د کورنيو چارو وزير او د خطرناکې حقاني شبکې مشر سراجالدین حقاني له خپل ورور انس حقاني او د دې ډلې د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره په متحده عربي اماراتو کې د عرب شیخانو په دربار کې ولیدل شول، نو ډېرو خلکو ته دا پوښتنه پیدا شوه چې دوی څنګه هلته رسېدلي دي. سراجالدین حقاني د حقاني شبکې د خونړیو بریدونو له امله، د امریکا د فدرالي پولیسو (FBI) د «تر ټولو مطلوبو ترهګرو» په لیست کې شامل دی او د هغه پر سر د ۱۰ میلیونه ډالرو جایزه ټاکل شوې ده.
سراجالدین حقاني تر متحده عربي اماراتو وروسته د حج د سفر لپاره سعودي عربستان ته تللی. دا د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر په توګه د حقاني لومړی رسمي سفر دی چې له افغانستان څخه بهر ترسره کېږي.
د طالبانو وياند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د کورنيو چارو وزير سراجالدین حقاني، د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق او د سراجالدین حقاني ورور انس حقاني او د دې ډلې د سیاسي کمیسیون غړي د دوشنبې په ورځ (۱۴ د غبرګولي) د متحده عربي اماراتو د دولت له مشر شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره لیدلي دي.
مجاهد لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو د اړیکو د پیاوړتیا، په روغتیايي او امنیتي ادارو کې د همکارۍ د جلبولو، د افغان بندیانو د خوشې کېدو، افغان اتباعو ته د ويزې د ورکړې او د کورنیو چارو وزارت د ترافیکي سیستم د ډیجیټل کولو په اړه خبرې شوې دي.
مجاهد ادعا کړې: «افغانستان امن دی او د اوسني وضعیت د ساتنې او په سيمه کې د امنيت په موخه د دوه اړخيزو هلو-ځلو لپاره به متحده عربي امارات د افغانستان په بیا رغونه کې سهم ادا کوي او په افغانستان کې د پانګونې په برخو کې به اماراتي شرکتونه ونډه واخلي.»
متحده عربي امارات هغه هېواد دی چې په مالي او سیاسي فساد يو شمېر تورن کسان په کې مېشت دي او داسې تورونه شته چې په دې هېواد کې تورې پېسې سپینېږي. د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني په ګډون یو شمېر سیاستوال هم په دې هېواد کې ژوند کوي.
متحده عربي امارات د سیمې په کچه د امریکا متحده ایالاتو متحد دی. اټکل کېږي چې د سراجالدین حقاني په مشرۍ د طالبانو د پلاوي سفر د امریکا متحده ایالاتو له همغږۍ او خبرتیا پرته نه دی ترسره شوی. الظفره پوځي اډه په منځني ختیځ کې د امريکا يوه له لویو اډو څخه ده، ویل کېږي چې په دې اډه کې پرمختللي نظامي تجهیزات او د F-22 جنګي الوتکو په ګډون د «پاتریوت» په نوم د توغندیو دفاعي سیستمونه ځای پر ځای دي.
په همدې وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر متحده عربي اماراتو ته د سراجالدین حقاني د سفر په غبرګون کې د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغوښتل چې د دې سازمان د بندیزونو پیروي وکړي.
هغه وویل: «د ملګرو ملتونو هغه غړي هېوادونه چې د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره د مخ غړو کوربانه دي، باید د ۱۹۸۸ کال د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې له ټاکل شوې پروسې سره سم د سفر جواز ترلاسه کړي او مهمه ده چې غړي هېوادونه دې کړنلارې ته پابند پاتې شي».
کومو دریو لوړپوړو طالب چارواکو چې متحده عربي اماراتو ته سفر کړی تر اوسه څرګنده نه ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا جواز يې تر لاسه کړی که نه؟
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸يم کال پرېکړه لیک په ۲۰۱۱ کال کې تصویب شو او دا د ترهګرو د فعاليت له کبله د سولې او نړیوال امنيت د ګواښ په تړاو نړیوال سند دی. په هغه وخت کې امنیت شورا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ په موخه د طالبانو پر اړوند کسانو او بنسټونو بندیزونه ولګول.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر کال په ليندۍ میاشت کې په اکثریت رایه سره د طالبانو پر ضد د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو د څار ټیم ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ. دې شورا ویلي چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ او نشهيي توکو ګواښ جدي دی او ترهګرې ډلې او غیر دولتي لوبغاړي د افغانستان د نشهيي توکو په تجارت کې ونډه لري او ترې ګټه اخلي.
د متحده عربي اماراتو او طالبانو اړيکې
د طالبانو د حکومت پر مهال د دې ډلې یو شمېر نورو چارواکو هم متحده عربي اماراتو ته سفرونه کړي دي. د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا براد په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د متحده عربي اماراتو د پخواني دولت مشر خلیفه بن زاید آل نهیان د وفات له کبله د غم شريکۍ په موخه هلته تللی و. د همدې کال په ليندۍ مياشت کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب او د دې ډلې د کورنیو چارو د وزیر ورور انس حقاني متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و او د متحده عربي اماراتو د دولت له رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره یې په ابوظبۍ ښار کې لیدلي و. په هغه وخت کې د جنوبي طالبانو ملاتړو او پلويانو چې په «قندهاریانو» مشهور دي پراخه تبلیغات پېل کړي و چې ملا یعقوب له مختلفو هیوادونو سره د اړیکو پراخولو په هڅه کې دی.
د طالبانو ځينو پخوانيو او اوسنيو څېرو عربي هیوادونو ته سفرونه کړي دي. په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د پاکستانیانو له خوا د خپرو شوو اسنادو له مخې د طالبانو دوهم مشر اختر محمد منصور چې د ۲۰۱۶ کال د می په میاشت کې له ایرانه د سفر په مسیر کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شو متحده عربي اماراتو ته له جعلي پاکستانی پاسپورټ سره ګڼ شمېر سفرونه کړي دي.
متحده عربي اماراتو د طالبانو د لومړي حکومت په دوره کې له سعودي عربستان او پاکستان سره يو ځای طالبان په رسمیت وپېژندل، خو کله چې طالبانو د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن له ور سپارلو ډډه وکړه او د امریکا په مشرتابه نړیوال ایتلاف پر افغانستان بريد وکړ، نو له طالبانو يې ځان لېرې کړ. د افغانستان د حکومت تر سقوط وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې متحده عربي اماراتو په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېست او د طالبانو د ځینو چارواکو کوربتوب يې هم وکړ.
استخباراتي خبرې-اترې؟
د متحده عربي اماراتو د دولت له مشر سره د طالبانو د پلاوي د خبرو پر مهال د طالبانو د استخباراتو د رييس عبدالحق وثيق شتون د استخباراتي خبرو-اترو په تړاو پوښتنې را پيدا کړې دي. عبدالحق وثیق د طالبانو د استخباراتو یوه پیاوړې څېره ده او د طالبانو د «استخباراتي په مغز» مشهور دی. هغه د طالبانو د پخواني حکومت په دوران کې د دې ډلې له بنسټګر او مشر ملا محمد عمر سره نږدې اړیکې لرلې. هغه د امریکا د دښمن القاعدې شبکې په ملاتړ تورن دی او له همدې امله د طالبانو د حکومت تر سقوط وروسته د غزني په مقر ولسوالۍ کې نیول شوی او د ګوانتانامو زندان ته لېږدول شوی و، خو هغه د ۲۰۱۴ کال پر مهال له څو نورو طالب چارواکو سره يو ځای د امریکایي سرتیري بوئی برگدال د خوشې کولو په بدل کې تبادله شو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر تر جوړېدو وروسته له امريکا سره په مذاکراتو کې د طالبانو قوي غړی و.
عبدالحق وثیق په قطر کې د طالبانو په مذاکراتو کې چې د ۲۰۲۰ د فبروري پر مهال د دوحې پر تړون پای ته ورسېدل، فعاله ونډه لرله. د کابل په وزیر اکبر خان سيمه کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته، عبدالحق وثیق د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې دوحې ته لاړ او د امریکا د مرکزي استخباراتي سازمان (سیا) له لوړپوړو چارواکو سره يې ولیدل.
په متحده عربي اماراتو کې د د سراجالدین حقاني تر څنګ د عبدالحق وثيق شتون دا فرضیه پیاوړې کوي چې دوی د متحده عربي اماراتو له حکومت سره د خپلو اړیکو د ښکاره کولو ترڅنګ پټې مهمې استخباراتي خبرې هم کړي دي.
طالبان له بهرنیو چارواکو سره په لیدو کې د تروریستي ډلو او په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګې پر وړاندې د مبارزې د کارډ په کارولو سره د امتیازاتو ترلاسه کولو په هڅه کې دي. طالبان په افغانستان کې د داعش د ځپلو ادعا کوي. دا په داسې حال کې ده چې داعش د طالبانو له تبلیغاتي شور سره-سره لاهم په افغانستان کې په لوړه کچه مؤثر بریدونه کوي؛ تر دې چې د طالبانو د بلخ والي داوود مزمل په ګډون د طالبانو لوړپوړي چارواکي د داعش د ځانمرګو بریدګرو په بریدونو کې وژل شوي دي.
په سیمه کې د داعش د بیا پیاوړي کېدو احتمال جدي دی؛ دې ډلې په مسکو کې پر یوه کنسرت د مرګوني برید مسوولیت ومانه چې ۱۴۰ کسان په کې ووژل شول. په ایران، پاکستان او مسکو کې د داعش د وروستیو بریدونو له امله د سراج الدين حقاني په ګډون د طالبانو لوړپوړي له بهرنیو چارواکو سره په لیدو کې له داعش سره پر مبارزې او د سیمې د امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي.
عربستان او د حقاني لوړې هيلې
په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو ځينې عکسونه او ويډيوګانې خپرې شوې دي چې سراج الدين حقاني او ورور يې پر کعبه طواف کوي. طالبانو او پلويانو يې ويډيو خپره کړې چې د افغانستان يو شمېر وګړي د سراج الدين حقاني لاسونه او تندی مچوي. د حقاني شبکې تبليغاتي څانګې پر ايکس ټولنيزې رسنۍ متحده عربي اماراتو او سعودي ته د حقاني د سفر په تړاو پراخ تبليغات پېل کړي دي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا اعلان کړی چې د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير، سراج الدين حقاني او د طالبانو د حج او اوقافو وزير نور محمد ثاقب ته يې د حج د مراسمو د ادا کولو په خاطر د سعودي مکې ښار ته د تګ اجازه ورکړې ده.
د دې شورا له اعلاميې سره سم، د دې طالب چارواکو د سفر په اړه معافيت له (۱۶ د غبرګولي/ ۵ د جون) نيټې څخه ورکړل شوی دی. دا کسان د ملګرو ملتونو له بنديزونو سره د مخ افرادو په نوملړ کې دي او سفر نه شي کولای.
حقاني شبکه له پاکستان سره نږدې اړيکې لري، خو د طالبانو د حکومت تر راتګ وروسته يې هڅه کړې چې د روسيې، ايران اسلامي جمهوريت، ترکيې، منځنۍ اسيا او نورو هيوادونو سره خپلې اړيکې پراخې کړي. د طالبانو ترمنځ سراج الدين حقاني د «خلیفه» په لقب مشهور دی او د پېچلو چاودنو او ځانمرګو بريدونو د طرح کولو او عملي کولو له کبله د دې ډلې ترمنځ پراخ «درناوی» لري. بل لور ته، د طالبانو د رهبرۍ په کچه په ځانګړې توګه د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده جدي رقيب ګڼل کېږي او له نورو هيوادونو سره د اړيکو پياوړتيا يې هم د طالبانو ترمنځ ريښې مضبوطوي.