اطلاعات روز: د کرکټ نړیوالو شل اوریز جام د غوره اتو لوبډلو په لړ کې افغانستان په لومړي ځل اسټراليا ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.
د افغانستان او اسټراليا تر منځ د نننۍ (يکشنبه، ۳ د چنګاښ) لوبې ټاس اسټراليا وګاټه او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغانستان د توپ وهنې په لړ کې د پېل دوو لوبغاړو رحمان الله ګربز او ابراهيم ځدراڼ د ۱۱۸ منډو ملګرتيا وکړه. ګربز ۶۰ او ابراهيم ځدراڼ ۵۱ منډې وکړې.
که څه هم د منډو پېل ښه شوی و، خو افغان توپ وهونکو ونشوای کولای چې په وروستيو اورونو کې زياتې منډې جوړې کړي او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په بايللو سره اسټراليا ته د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه.
په توپ اچونه کې نوين الحق وکولای شول چې په لومړي اور کې د اسټراليا د پېل توپ وهونکی وسوځوي. تر دې وروسته د اسټراليا له يوه توپ وهونکي ګلين ماکسويل پرته نور اسټرالوي توپ وهونکي تر ډېره پر ميدان پاتې نشول او وروستي شلم اور کې ټول اسټرالوي لوبغاړي وسوځېدل.
د افغانستان له لوري د توپ اچونې په برخه کې ګلبدين څلور، نوين الحق درې، راشد خان، نبي او عظمت الله يو-يو اسټرالوي لوبغاړي وسوځول.
د غوره اتو لوبډلو په پړاو کې دا د افغانستان دويمه لوبه وه. لومړۍ لوبه يې هند ته بايللې وه او تر دې وروسته به خپله وروستۍ لوبه له بنګلدېش لوبډلې سره کوي. که افغانستان له بنګلدېش څخه خپله لوبه وګټي، نو په لومړي ځل به نيمه پايلوبو ته ووځي.
افغانستان تر دې وړاندې د نړیوال جام په لومړي ګروپي پړاو کې خپلې درې لوبې ګټلي او يوازې يوه لوبه يې کوربه ويسټ انډيز ته بايللې ده.