اطلاعات روز: د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په لومړۍ نيمه پايلوبه کې جنوبي افريقا د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف په نهو ويکيټو پوره کړ او افغانستان ته يې ماتې ورکړه.
د افغانستان او جنوبي افريقا تر منځ لوبه نن (پنجشنبه، ۷ د چنګاښ) ترسره شوه چې افغانستان د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه مګر په دوولسم اور کې يې ټول لوبغاړي وسوځېدل او جنوبي افريقا ته يې د ګټلو لپاره يوازې د ۵۷ منډو هدف وټاکه.
د جنوبي افريقا له لوري مارکو يانسن او تبريز شمسي درې او انريک نوکيا او کاګيسو ربادا دوه-دوه افغان لوبغاړي وسوځول.
جنوبي افريقا وکولای شول چې ورکړل شوی هدف په نهم اور کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړي او په دې سره لومړۍ لوبډله شوه چې پايلوبې ته رسېږي.
د افغانستان له لوري يوازي يوه ويکيټ فضل الحق فاروقي واخيسته.
افغانستان تر دې وړاندې د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې په يوه په زړه پورې لوبه کې بنګلدېش ته ماتې ورکړې وه او د هغه بري په مټ يې نننۍ نيمه پايلوبې ته لار موندلې وه.
په نړیوال جام کې د افغانستان سفر همدلته پای ته ورسېد او د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې لومړی ځل و چې افغانستان د يوه نړيوال جام نيمه پايلوبو ته لار پيدا کوي.
د کرکټ د شنونکو په اند په دې نړیوال جام کې د افغانستان سفر او برياوې حيرانوونکې وې او ويل کېږي چې نيمه پایلوبو ته په لار موندنې سره د افغانستان کرکټ يوه نوي پړاو ته ننوتلی دی.
د يادونې وړ ده چې نيمه پايلوبو ته د افغانستان په رسېدو سره په کور دننه خلګو خوښۍ کړې وې او دا بری يې په پراخه کچه لمانځلی و، که څه هم د طالبانو له لوري اجازه نه وه چې په لارو او کوڅو کې د کرکټ بریا ولمانځل شي.
نن ماښام اووه بجې دويمه پايلوبه د انګلستان او هندوستان د لوبډلو تر منځ ده او هره ګټونکې لوبډله به له جنوبي افريقا سره پايلوبې ته رسېږي. ټاکل شوې ده چې د روانې جون مياشتې پر ۲۹ پایلوبه ترسره شي.