اطلاعات روز: د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په پايلوبه کې هند وکولای شول چې جنوبي افريقا ته په اوو منډو ماتې ورکړي او ديارلس کاله وروسته يې د يوه نړیوال جام اتلولي وګټله.
د جنوبي افريقا او هند تر منځ لوبه نن شپه (شنبه، ۹ د چنګاښ) ترسره شوه چې هند پکې لومړی توپ وهنه وکړه او د جنوبي افريقا مقابلې لوبډلې ته يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.
د هند له لوري د هند مشهور لوبغاړي ويرات کوهلي تر ټولو ډېري ۷۶ منډې وکړې. د يادونې وړ ده چې نوموړي په دې ټورنمنټ کې ښې لوبې نه وې کړې او په دې نړیوال جام کې يې تر ټولو لوړې منډې همدا وې.
د شنونکو په اند جنوبي افريقا ميدان او ويشتنځای ته په کتلو ښه توپ اچونه وکړه.
جنوبي افريقا که څه هم خپله توپ وهنه ښه پيل نه کړه، خو د لوبې په منځ کې د هنيريک کلاسين د چټکې پنځوسيزې په مټ يې وکولای شول چې هدف ته ځان ډېر ور نژدې کړي خو هندي تېزو توپ اچوونکو د لوبې په وروستيو شېبو کې د ويکيټو په اخيستلو سره وکولای شول چې لوبه خپل لوري ته وګرزوي.
جنوبي افريقا ته په وروستي اور کې ۱۶ منډې په کار وې، خو پوره يې نشوای کړلای او دوه لوبغاړي يې هم وسوځېدل.
د يادونې وړ ده چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال اتلې لوبډلې انګلستان ته هند په نيمه پایلوبه کې ماتې ورکړه او د ۲۰۲۴ کال اتلولي يې خپله کړه. تر دې وړاندې هند د نړیوال پنځوس اوریز جام پايلوبه اسټراليا ته بايللې وه.