د حقوق پوهانو اتحاديه: د دوحې له غونډې د ښځو حذف له نړيوالو کنوانسيونو سره مخالفت دی

Social Media

اطلاعات روز: د افغانستان د حقوق پوهانو اتحاديې د دوحې له درېيمې غونډې د ښځو، مدني ټولنې او نورو فعالانو حذف خواشينوونکی او د اندیښنې وړ بللی دی.

دې اتحاديې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، دا چې طالبان په منظمه توګه د بشريت پر خلاف جنايتونه کوي او ملګري ملتونه په غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو شرطونه مني او د دوحې له غونډې ښځې حذفوي، دا د افغانستان د ښځو او نارينه‌وو له غوښتنو او د بشري حقونو له ټولو نړیوالو کنوانسيونو سره په ټکر کې دي.

د حقوق پوهانو د اتحاديې په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو نامشروع غوښتنې منل په دې معنا دي چې د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او مدني ټولنو پر وړاندې د دوی له جناياتو انکار کېږي.

دې اتحاديې ويلي، چې که ملګري ملتونه او غړي هيوادونه نړيوالو اصولو ته پام ونه کړي، نو دا چاره کولای شي چې د تاوتريخوالي له پياوړتيا سره مرسته وکړي.

حقوق پوهانو ټينګار کړی چې د دوحې په کانفرانس کې د افغانستان د ښځو فعال ګډون نه يوازې په اخلاقي توګه لازمي چاره ده، بلکې په قانوني توګه هم لازمي دي.

د دې اتحاديې په اعلاميه کې ويل شوي چې په دا ډول غونډو کې د ښځو ګډون نه يوازې په افغانستان کې د اوسنيو شخړو لپاره بشپړې او پايدارې حللارې شونې کوي بلکې د سيمې او نړۍ امنيت او ټيکاو هم پياوړی کوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه نن او سبا په دوحه کې جوړه شي.

له راپورونو سره سم، په اصلي غونډه کې له افغانستانه يوازې د طالبانو پلاوی ګډون کوي او د ښځو او مدني فعالانو استازي نه دې ور بلل شوي.

د ملګرو ملتونو پر دې تصميم پراخې نيوکې شوې دي. د بشري حقونو فعالانو او ښځينه معترضينو له دې غونډې سره د پرېکون غوښتنه کړې ده.

راپورونه وايي، چې د دوحې په غونډه کې پر مالي مسايلو او له نشه يي توکو سره پر مبارزې خبرې کېږي؛ په داسې حال کې چې د بشري حقونو فعالان ټينګار کوي چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو کړکېچ بايد لومړيتوب ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته