اطلاعات روز: د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت د دوحې له اصلي غونډې د ښځو د حقونو د مدافعينو، مذهبي او قومي لږکيو او بشري حقونو د ډلو په ګډون د غير طالباني استازو حذفول «ډېر ناهيلي کوونکي» بللي دي.
دې وزارت د يکشنبې په شپه (۱۰ د چنګاښ) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې کاناډا څو ځلې – په خصوصي توګه او له نورو ښکېلو دولتونو سره په همغږۍ – د دوحې په غونډه کې د مدني ټولنې د نشتوالي په اړه خپله ناهيلي څرګنده کړې ده.
د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان د ښځو بشپړ، برابر او معنادار ګډون نه يوازې د اجنډا اصلي اصل دی بلکې د يوه سولييز، باثباته او ټولشموله افغانستان د لاسته راوړلو لپاره يو بنسټ دی.
دې وزارت ټينګار کړی چې هيڅ هغه هدف هم د ښځو له بشپړ ګډون پرته نه شي ترلاسه کېدلای چې د افغانستان خلک يې ترلاسه کول غواړي.
د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دوحې تر درېيمې غونډې وړاندې يې د افغانستان له مدني ټولنې، د بشري حقونو او ښځو له ډلو سره مشورې کړې دي تر څو يې انديښنې واوري.
د دوحې له غونډې د ښځو او مدني ټولنې د استازو پر حذف پراخې نيوکې کېږي. ملګرو ملتونو دې نيوکو ته په ځواب کې ويلي و، چې تر اصلي غونډې وړاندې او وروسته د ښځو او مدني ټولنې له استازو سره خبرې کېږي.
ښځينه فعالانې وايي، چې ښځې بايد په اصلي خبرو کې موجودې وي او د ښځو د حقونو مسئله هم بايد په اجنډا کې لومړيتوب ولري. د ښځو درې فعالانې چې د دوحې د غونډې په څنډو کې نورو غونډو ته بلل شوې وې، دا بلنه يې نه ده منلې.
د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې، چې د دوحې په غونډه کې به د هغو کسانو د پيغامونو ملاتړ وکړي چې د طالبانو د بشري حقونو د نقض په اړه يې په زړورتيا خبرې کړې دي، خو اصلي غونډو ته نه دې ور غوښتل شوي.
دې وزارت ويلي و، چې د افغانستان په چارو کې د دې هيواد ځانګړی استازی ډيويډ سپرول د دوحې په غونډه کې ګډون کوي.
د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې بيا – بيا يې له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د بشري حقونو نړيوالو تعهداتو ته درناوی وکړي او د ښځو او نجونو پر خلاف لګېدلي بنديزونه لغوه کړي.
کاناډا همدا راز له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان لپاره دې پر وخت يو ځانګړی استازی وټاکي چې د بشري حقونو او جنسيت په برخه کې قوي تخصص ولري، تر څو د ځانګړي همغږي کوونکي له راپور سره سم وړانديز شوې نقشه عملي کړي.