اطلاعات روز: د طالبانو پوهنې وزارت په ۴۷ خصوصي ښوونځيو کې تر اووم ټولګي لوړو نجونو ته د دې وزارت له لوري د اجازې د ورکولو په تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.
دې وزارت نن (يکشنبه، ۱۷ د چنګاښ) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دا «غير واقعي» راپورونه دي او حقيقت نه لري.
شاوخوا اووه ورځې وړاندې د «اریانا نیوز» د خصوصي ټلويزون په يوه برنامه کې «سلیم پیګیر» چې د «سياسي کارپوه» په توګه يې خبرې کولې، ادعا وکړه چې د طالبانو پوهنې وزارت «۴۷ شخصي ښوونځیو» ته اجازه ورکړې چې تر شپږم لوړو ټولګیو نجونو ته زده کړې ورکړي.
ده په دې برنامه کې وويل چې لور يې نهم ټولګي ته تللې او نهم ټولګي ته د تلو ازموينه د طالبانو د پوهنې وزارت د استازو له لوري ځني اخيستل شوې ده.
ښاغلي پيګير په خپلو خبرو کې وويل: «د نی په نوم تدريسي مرکز دی … يا يې هم مدرسه وبولئ … په هر نوم چې يې ليکئ، ويې ليکئ، خو باور وکړئ چې د نن ورځې له يوې بجې تر پنځو بجو مې لور درس وايي.»
ده ادعا وکړه چې د پخواني حکومت پر مهال د ښوونځیو زدکړييز نصاب ۶۰ سلنه نوي علوم وو او ۴۰ سلنه ديني علوم وو، خو اوس طالبانو امر کړی دی چې ۵۰ سلنه دې عصري علوم وي او ۵۰ سلنه نور دې ديني علوم وي.
تر دې ادعا وروسته دا موضوع په پراخه توګه په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوه او د ټولنیزو رسنیو ډېری کاروونکو د ښاغلي پيګير په وینا په ۴۷ ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي د لوړو نجونو خبر لاس پر لاس په چټکۍ خپور کړ.
په پراخه کچه د دې خبر خپرېدل د دې لامل شول چې د طالبانو پوهنې وزارت غبرګون وښيي او دا موضوع رد کړي.
طالبانو پر افغانستان تر بيا ځلې واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځي ته له تللو منعه کړې دي او له پراخو داخلي او نړیوالو غوښتنو سره-سره يې لا هم د نجونو پر زده کړو بنديز پر ځای ساتلی دی.