سرور دانش

سرور دانش: د هېڅ چا تحمیلي نظام نه منو

اطلاعات روز: د هېواد ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، هر ډول طرحه چې د افغانستان حکومت غیاب کې وي، د نظام او اساسي قانون د له منځه وړلو په مانا ده او د هېڅ چا تحمیلي نظام نه منو.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش دغه خبرې نن (پنج شنبه، ۱۴ د کب) کابل کې په لویه جرګه کې د «ملي وحدت شهید» عبدالعلي مزاري په ۲۶ام تلین غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د لنډمهالې ادارې په ګډون له ټاکنو پرته بله هره طرحه د نظام او اساسي قانون د له منځه وړلو په مانا ده.

د نوموړي په وینا، د حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشر محمد اشرف غني اساسي دریځ دا دی، چې باید په هېواد کې له ۴۲ کاله جنګ وروسته سوله راشي او د تحقق لپاره یې له هر ډول معقولې طرحې هرکلی کوي.

خو وایي: «اما ټینګار مو دا دی چې هېڅ نوعه طرحه باید د حکومت غیاب کې نه وي او له ملي منافعو پرته باید نه وي او بل باید هر نوعه طرحه د نظام ساتنې او اساسي قانون په خوندیتوب مطرح شي، نه د نظام د ړنګونې او د اساسي قانون په له منځه وړلو.»

د ښاغلي دانش په وینا، تر ټول ښه طرحه ټاکنې دي او باید راتلونکی حکومت له همدې لارې وټاکل شي، نه د لنډمهالې ادارې په ګډون د نورو طرحو له لارې. دی زیاتوي، سوله باید د نظام او نظام باید د سولې قرباني نه شي.

د ده په وینا، سوله دوه اړخه چې یو خوا حکومت، سیاسي حزبونه او خلک دي او بلې خوا طالبان دي، خو په وینا یې طالبان د سولې جدي نیت نه لري. سرور دانش زیاته کړه طالبان اوس په رسمي او نارسمي ډول له هرې خوا د بیعت په لټه کې دي، خو په وینا یې له طالبانو غواړي چې د سولې ضد دې کړنو لاس واخلي.

د ولسمشر دویم مرستیال وایي، طالبان د سولې برخه کې یو جدي تصمیم نه لري.

طالبانو لا تر اوسه د نوموړي دې خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.