په سږني کانکور ازموينه کې د متفرقه کډونوالو پرته د ټول هیواد په کچه څه باندې ۹۷ زره د دولسمو ټولګيو فارغانو ګډون کړی وو، په داسې حال کې چې د تېر جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې دغه شمیر تر څه باندې دوه سوه زرو رسیده او د دولسمو ټولګیو ټولو فارغانو په ډیرې لیوالتیا سره د کانکور په ازموینه کې ګډون کاوه ترڅو د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالي شي.
د چارو شنونکي او د زده کوونکو کورنۍ په دې باور دي چې د جمهوري نظام په ړنګیدو سره د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز او د دولتي ادارو په لوړو بستونو کې د ملایانو ګمارل کیدو د ځوانانو د پرمختک هیلې په اوبو لاهو کړي او زیاتره یې هڅه کوي، چې بهرني هیوادونو ته ولاړ شي او خپل راتلونکی جوړ کړي.
د ننګرهار اوسیدونکی په ملا کړوپ سیدفواد چې څه باندې ۷۰ کاله عمر لري وايي، د طالبانو د حاکمیت په تېرو دريو کلونو کې یې څلور با استعداده زامن چې په لسم ، يوولسم او دولسم ټولګيو کې یې زده کړې کولې، ښوونځي پرېیښي او په قاچاقي لارو اروپا ته تللي دي.
نوموړی زیاتوي، سره له دې چې زامن یې هره میاشت ده ته پیسې رالیږي، خو په خبره یې چې په دې هرڅه خوښ نه دی او هېله یې درلوده چې زامن یې ښو يوهنځیو ته بریالي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
سید فواد وایي، وروستیو تحولاتو د ده او د زامنو هیلې یې په اوبو لاهو کړې او زامن یې پرځای د دې چې خپل هیواد کې یې زده کړې کړی وای، په پردیو ملکونو کې په رسټورانټونو او لویو پلورنځیو کې کار کوي.
په کانکور ازموینه کې د ځوانانو د نه ګډون لاملونه
بې کاري او د اهل کار پر ځای ملایانو ته کار ورکول
زياتره هغه ځوانان چې له پوهنځيو فارغ شوي دندې یې نه دي موندلي او په ورځنيو لاسي مزدوريو بوخت او يا په لاسي کراچيو کې توکي پلوري، نو د ښوونځیو نوي فارغان دې حالت ته په پام نه غواړي چې په کانکور په ازموينه کې ګډون وکړي او خپل راتلونکی د کراچۍ ترڅنګ وګوي.
د کابل ښار اوسیدونکی سید نبي چې تېر کال له ښوونځي فارغ شوی او اوس د دغه ښار د میوې په منډوي کې د تازه میوې یوې لاسي کراچۍ ته ولاړ دی، وایي «ځکه مې په کانکور کې ګډون ونکړ چې که له پوهنتون هم فارغ شم ، ښايي دنده پیدا نکړم، نو ولې خپل څلور کاله ضایع کړم».
دغه راز له طالبان سره په ادارو د کار کولو معیار یواځې د دوی په ټکو جهاد، او د دوی په ليکو کې پاتې کيدل دي، نو اوس مهال زياتره ځوانان چې طالبي مفکوره نه لري په دې اند دي چې که چيرې زده کړې وکړي طالبان ورته ځای نه ورکوي، نو دا هرڅه یې هیلې یې مړې کړي او په کانکور کې له ګډون تیریږي.
د نجونو پر زده کړو بندیز
د تېر جمهوري نظام پر مهال به هر کال له ښوونځيو فارغو نجونو په کانکور کې پراخه ونډه لرله چې سلنه به یې تر څلويښتو لوړه اعلانیده، خو د طالبانو بیا ځل حاکمیت سره د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې بندې شوې، چې دې چارې هم د کانکور د ګډونوالو شمير راکم کړی او ترڅنګ یې هغه ځوانان هم بې علاقې کړي چې خويندې او خپلې خپلوانې یې له ښوونځیو او پوهنتونه راګرځول شوې دي.
د کابل د سپین غر د لوړو زده کړو موسېسې محصله مینا غني چې د طالبانو د بندیز له کبله یې په لسم سمستر کې زده کړې پاتې شوي د خپلې کوچنۍ خور ښکلا غني په اړه وایي، چې هغه په یولسم ټولګي وه چې د طالبانو د بندیز له کبله له زده کړو پاتې او دوه کاله وروسته یې د دولسم ټولګي اسناد ورکړل، خو په کانکور کې د ګډون حق یې ترې واخیست.
د علمي کدرونو تیښته
په تېرو دريو کلونو کې د پوهنتون د استاداتو په ګډون له هیواده په زرګونو علمي کدرونه وتلي دي، چې دې حالت د هیواد په ادارو او پوهنتونونو کې لویه تشه رامنځته کړې او ځوانان ناهیلي کړي دي. د دولسمو ټولګیو فارغان وایي، تر ټولو ښه کدرونه له هیواده ووتل او دوی چې لا کدر نه دي ولې خپل وخت ځای او په کانکور کې ګډون وکړي.
د لغمان اوسیدونکی ثاقب خان په دې اړه وویل: «هغو خلکو چې تر ماسټرۍ او دوکتورا یې زده کړې وې له افغانستانه ووتل، چې په بهر کې ورته دفتري دندې نشته مجبور دي چې په کمپنيو او رسټورانټونو کې کار وکړي که زه هم پوهنتون ووایم ښايي سبا زما هم همدا برخليک وي.»
شنونکي وایي، چې د طالبانو سرپرست حکومت باید د هیواد د پرمختګ او د ځوان کدرونو د روزلو لپاره د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او ترڅنګ یې ټولو وړ کدرونو ته په دولتي ادارو کې ځای ورکړي، ترڅو د هیواد هر وګړی په دولت کې ځان وګوري او د هیواد د پرمختګ په ټولو پروسو کې په ډیرې لیوالتیا سره ګډون وکړي.