وژل شوي خبریالان

د خبريالانو د ترورونو دوام؛ ژورنالېستان څوک او ولې وژل کيږي؟

خبریال: امېد اشنا

افغانستان کې د رسنيو فعاليت اوږده او اغېز لرونکې مخينه لري، چې ډېر وخت له لوړو ژورو سره مخ شوې دی.

د رسنيو پر وړاندې رامخې ته شوې ستونزې ځينې مهال کوچنۍ او لنډې، خو ځينې مهال بيا ډېرې پېچلې او اوږدې تمامې شوې دي.

افغانستان کې رسنيو د پيل له سل کلن مزل زياته موده کې د افغان مجاهدنيو د کورنيو جګړو، تر هغه وروسته د طالبان د رژيم او اوسمهال يو ځل بيا د يادې ډلې د جګړې په شاوخوا دوه لسيزو جګړې په دوران کې سخت زيانونه ګاللي دي.

د بيان ازادي، د خپل فکر او نظر بيان او له دې لارې د عدالت غوښتنې په اړه د غږ اوچتول هغه څه دي چې دولت او نړيواله ټولنه يې د تېرو شلو کلونو لويه لاسته راوړنه بولي، خو له ۱۳۹۷ وروسته ۱۳۹۹ د رسنيو په تاريخ کې ډېر تور باب شو.

سږکال له يوې خوا کرونا وبايي ناروغي پر انساني ناتار ګډ کړی و او له بل پلوه د ترهګري کرونا هم د خبريالانو پر ستوني پنجې خښې کړې دي.

روان ۱۳۹۹ کال کې په ټول هېواد کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو لخوا ۱۲ خبريالان وژل شوي، په داسې حال کې چې د کرونا ناروغي له امله هم ۷ تنه رسنيز کارکوونکي مړه شوي دي. 

يما سياووش، الياس داعي، رحمت الله نېکزاد، ملاله ميوند، شفيق ذبيح، بسم الله عادل ايماق، سفرمحمد اتل، احمدخان نويد، ميرواحد شاه اميري او په ورته وروستۍ غميزه کې بيا هم په جلال اباد ښار کې د شهناز رووفي، سعديه سعادت او مرسل وحيدي په نوم د رسنيو کارکوونکې هغه کسان دي چې ټوپک په لاس کرغېړنو انسانانو يې له لاسونو قلمونه وغورځول.

هغه خبریالان چې روان ۱۳۹۹ل کې وژل شوي دي.

افغانستان کې خبريالان له خورا کمو اسانتياوو او زياتو ګواښونو سره په نږدې او لرې سيمو کې د خلکو د غږ اوچتولو او ستونزو او پرمختګونو د انعکاس لپاره دوامدار کار کوي، خو پوښتنه دا ده چې خبريالان څوک او د څه لپاره په نښه کوي؟

د افغانستان د خبريالانو د دفاع کمېټې مشر عبدالمعيد هاشمي وايي چې خبريالان د وسله والو مخالفينو، د نړيوال ترورېزم او سټېټ اړ د مخدره توکو د مافيا لخوا په نښه کيږي.

هاشمي وويل يادې ډلې هغه خبريان له منځه وړي چې په خبره يې د خلکو د ويښتيابه غږ پورته کوي او خلک پر مسايلو پوهوي.

نوموړي زياته کړه: «يو لامل دا دی چې دولت په تېر کې هغه کسان ندي مجازات کړي چې د خبريالانو په وژنو او ځورونو کې يې لاس درلود. سږکال يې لوی توپير دا دی چې خبريال ظاهرا له نامعلوم ادرس وژل کيږي او تهديديږي؛ دولت بايد په دې برخه کې واقعا جدي ګامونه واخلي.»

د افغانستان د خبريالانو مرکز مشر احمدقريشي وايي چې روان کال د خبريالانو د وژل کېدو، ټپي کېدو، فزيکي تاوتريخوالي، توهين، سپکاوي، ګواښ او فشارونو ۱۱۵ قضيې ثبت شوې دي.

قريشي وويل: «سږکال د افغانستان رسنيزې ټولنې ته سخت زیانونه رسېدلي دي. د خبريالانو د شهيدولو په ګډون هغوی ته د ورپېښو نورو ستونزو سربېره اطلاعاتو ته لاسرسی په سازمان يافته شکل زيات شوی، چې دې چارې د خبريالانو وېره او خودسانسوري زياته کړې ده.»

تېره ورځ د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د ننګرهار د رسنيو د درې وژل شويو ښځينه کارکوونکو لپاره د قرآنکريم د ختم او دعا مراسم ترسره شول، چې پکې د پکتيا والي، د ولايتي شورا مشر او ځينو غړو، ځينو ديني عالمانو او د پکتيا پرېس کلب او د سيمه ييزو رسنيو خبريالانو ګډون کړی و.

د پکتيا والي محمدحليم فدايي د ټولنې د روڼ انده پوړ سره دښمني د افغانستان له ثبات او پرمختګ سره دښمني وبلله او ويې ويل چې وسله وال مخالفين غواړي دا هېواد نور هم په تيارو کې وساتي.

فدايي وويل: «دا کار مطلق د طالبانو دی، دوی که هر لاس پاک ورته پيدا کوي او که په هر نوم يې کوي، خو نور نشي پټېدی. تاريخ به د دوی په اړه ډېر سخت قضاوت وکړي او د خدای پر وړاندې به هم مخ توري وي. د افغانستان خلک او دولت به هېڅکله نور شاته ولاړ نشي.»

د پکتيا والي محمدحليم فدايي د ټولنې د روڼ انده پوړ سره دښمني د افغانستان له ثبات او پرمختګ سره دښمني وبلله.

ديني عالم مولوي عرب ګل حسين د هر بېګناه انسان وژل تر ټولو لويه ګناه ياده کړه او ويې ويل چې د خبريالانو په وژل کېدو به د افغانستان د روڼ اندو کاروان له مخ ته تګ څخه ونه درول شي.

د پکتيا د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې لپاره برابر شوي فرصت څخه ګټه واخلي او نور دې ځان له افغان ملت سره نه مواجه کوي.

ځاځي وويل: «دا زموږ ټولو اساسي او لوی دښمن دی، چې دينی عالم مې وژني، ډاکټر مې وژني، وکيل مې وژني، خبريال مې وژني او د ټولنې د کار او خبرې سړی نه راپرېږدي. موږ له نړيوالو غواړو چې نور په دې مورد چُپ پاتې نشي.»

د قران کریم دغه ختم او دعا پرون د پکتیا والي او یو شمېر نورو چارواکو او مسوولینو او فعالانو له لوري وشوه.

د پکتيا پرېس کلب مرستيال او په ياد زون کې د پژواک خبريال شکور کامران وويل چې وسله وال طالبان په داسې پېښو کې له مسوليت څخه ځان ته برات نشي ورکولی؛ ځکه په خبره يې د جګړې او هر ډول وژنو چتر دوی برابر کړی او په کار ده چې په دې اړه خلکو ته واضح ځواب ووايي.

کامران له حکومت او اړوندو ملي او نړيوالو بنسټونو وغوښتل چې د رسنيو د کارکوونکو په مرګ دې «کاذبې» اعلاميې او غندنې بس کړي او د مخنيوي لپاره دې يې مسولانه اقدام وکړي.

نوموړي زياته کړه: «کله چې د پېښو احتمال وي د ملګرو ملتونو دفتر کارکوونکو او امريکايي اتباعو ته له وړاندې خبر ورکول کيږي، زه خپله د دې شاهد يم چې څو ورځې مخکې ورته د احتیاط خبر ورکړل شوی او بيا هماغسې پېښه شوې، نو بيا څنګه د دومره پراخو او دومداره وژنو او عاملينو په اړه يې معلومات نلري؟ دا د توجيه وړ نده، نور دې دا لوبه ودروي.»

د پکتيا پرېس کلب مرستيال او په ياد زون کې د پژواک خبريال شکور کامران وويل چې وسله وال طالبان په داسې پېښو کې له مسوليت څخه ځان ته برات نشي ورکولی.

مدني فعال احمدالله احمدي د ملکي خلکو سربېره د خبريالانو، مدني فعالانو، ليکوالانو او د معاصر فکر لرونکو ځوانانو وژل نه بښل کېدونکی بشري جنايت ياد کړ او د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه يې په دې اړه د جدي غبرګونونو غوښتنه وکړه.

د وژل شویو خبريالانو له ډلې د ۷ تنو د وژنې مسوليت د داعش په نوم ډلې اخيستی او وسله وال طالبان د نورو ۴ تنو پر وژلو تورن دي.

که څه هم وسله والو طالبانو په يادو پېښو کې لاس لرل رد کړي، خو ډېری پر دې اند دي چې طالبانو او داعش د سيمې د استخباراتو ډلې دي چې د هغوی د ګټو لپاره وسله وال فعاليتونه هم کوي.

افغان دولت هم په غوڅ اکثريت پېښو کې د وسله والو طالبانو لاس بولي او وايي چې ډېر مهال د ولسي کرکې او غصې راپارېدو له امله ياده ډله د پېښو مسوليت نه اخلي.