اطلاعات روز: د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان په ختيځ کې د ورښت، سخت توپان او وروستي سيلاب له امله ۷۱ تنه مړه شوي او تر ۹۲۷ زیات کورونه يې ويجاړ کړي دي.
دې بنسټ نن (سېشنبه، ۲ د زمري) پر ايکس ليکلي چې له لومړۍ ورځې تر اوسه يې له ۱۳۰ کورنیو سره بېړنۍ مرستې کړې دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ويلي چې د دې بنسټ ډلې نورو ۲۵۷ تنو ته ژوند ژغورونکي روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
د هيواد په ختيځ کې د ننګرهار ولایت مرکزي ښار جلال اباد او بټي کوټ، سرخ رود او بهسودو ولسوالۍ د تېرې اونۍ د دوشنبې په مازيګر د سخت ورښت، توپان او سيلاب شاهدې وې.
د طالبانو د روغتيا وزارت اعلان کړی دی چې په دې ولایت کې د توپان او سيلاب له امله لږ تر لږه ۴۵ تنه مړه شوي او تر ۳۰۰ زیات ژوبل شوي دي.
په ننګرهار کې يوې روغتيايي سرچينې اطلاعات روز ته ويلي چې په دې ولایت کې د توپان او سېلاب له امله ۱۳۰ تنه مړه شوي دي.
تر دې وروسته هم د هيواد په يو شمېر ولایتونو کې ورښت وشو او سيلابونه راووتل چې له کبله يې مالي او ځاني تاوانونه پېښ شول.