photo: sent to Etilaatroz

د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د درییو ترافیکي پېښو له کبله شپږ کسان مړه او اته نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره په درییو جلا ترافیکي پېښو کې د یو ماشوم او درییو میرمنو په ګډون ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، لومړی ترافیکي پېښه تېر ماښام (سې شنبه، ۲ د زمري) ۷:۰۰ بجې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «چینایانو بیز» ته څیرمه د ټیلر او سراچه موټرو ترمنځ شوې.

نوموړی زیاتوی، په یاده ترافیکي پېښه کې په سراچه کې د سوارلۍ له ډلې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ښځو په ګډون ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

یوسفزی وایي، دویمه ترافیکي پېښه هم د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «خیرو خیلو» سیمه کې د فیلډر او کرولا موټرو ترمنځ شوې چې پر مهال یې یوې میرمنې خپل ژوند بایللی او یو بل کس ژوبل شوی دی.

هغه زیاتوي د دواړو پېښو ټپيان یې پر وخت د درملنې په موخه روغتون ته انتقال کړي چې ډاکترانو د ځینو وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

دغه راز یو بلې سرچینې بیا وویل، چې تېره ورځ ماسپښین د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د کابل اړوند سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کرولا او ټوډي ډوله موټرو د ټکر له کبله څلور کسان مړه شوي دي.

د دغه دریواړو ترافیکي پیښو لامله څرګند نه دی.

د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کېږي چې لامل یې تر ډیره د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د ترافیکي قوانینو نه مراعات او دغه راز په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د پاکستان لاس موټرو ته د اسنادو ورکړه ښودل شوې.