غلام‌حسین جندی، فرمانده پیشین نیروهای خیزش مردمی و مورد حمایت سراج‌الدین حقانی/ارسالی اطلاعات روز

په تخار کې له حقانیانو سره د کندهاریانو شخړه؛ حسین جندي ولې حذف شو؟

خالد محمدي

له تخار څخه يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې کندهاري طالبانو چې له کندوز قول اردو سره يې تړاو درلود، د دوشنبې په ورځ (۱۹ د چنګاښ) د طالبانو تاجیک قومندان غلام حسین جندي د خپلې ښځې د ورور داود په کور کې ونيو او د کندوز قل اردو ته يې يووړ. تر دې وړاندې هم متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني له سفر سره هممهاله او وروسته په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې د نوموړي شرکت پر مهال کندهاري طالبانو څو ځله د حسین جندي د نيولو هڅه کړې وه، خو بريالي شوي نه وو.

سرچینې ويلي: «طالبانو د حسین جندي تر نیولو وروسته داسې اسناد پيدا کړي چې ښيي نوموړی زياتې وسلې لري او هغه یې یو ځای پټې کړې دي. کندهاري طالبانو د حسین جندي ۵۰۰ میله بېلابېل ډولونه وسلې چې پیکا او راکیټ هم پکې شامل وو، د چورلکې په وسيله له تخار څخه کندهار ته وړې دي.»

د طالبانو د دوو مهمو ډلو (حقاني شبکه او د کندهاریانو په نوم ډله چې د دې ډلې پر مشر را چورلي) تر منځ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې رقابت مخ پر پراخېدو دی. د غلام حسین جندي نيول د همدې رقابت يوه برخه ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په شمال ختیځ تخار ولایت کې ونيول شو. یوې باوري سرچينې چې د موضوع د حساس والي له وجې يې نه غوښتل خپل نوم واخلي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې حسین جندي د حقانیانو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره د نورابه د سرو زرو د کان د عایدو یوه برخه هره میاشت حقانیانو ته لېږله او دا د کندهاري طالبانو لپاره حساسیت پاروونکې موضوع وه.

د افغانستان د حکومت تر پاشل کېدو وروسته حقانیانو د شمال ختیځې حوزې په ځانګړې توګه د تخار پر تاجیک طالبانو د نفوذ پيدا کولو پراخې هڅې کړې دي. حقاني شبکې د حسین جندي په شمول د یو شمېر تاجیک طالبانو ملاتړ کاوه. دا چې اوس مهال د طالبانو په حکومت کې د دوو ډلو تر منځ رقابت سخت شوی، داسې ښکاري چې د کندهاري طالبانو له لوري د نظامي قدرت له صحنې څخه د تاجیکو طالبانو د ایستلو لړۍ پيل شوې ده.

حسین جندي ولې ونيول شو؟

کله چې له تاجیکستان سره پر پوله د تخار د چاه آب سیمې په يوه ځنګله کې د حسین جندي انځور خپور شو، کندهاري طالبان پرې شکمن شول او د طالبانو له مخالفینو سره د نوموړي د احتمالي اړيکو په اړه يې خبرې وکړې. د تخار د سرو زرو پر معادنو د جندي واک هم د کندهاري طالبانو لپاره يوه اندېښنه وه چې په دې سره به د نوموړي واک پراخ شي.

په تخار کې يوې ولسي سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې کندهاري طالبان نه يوازې دا چې د طالبانو په خپلمنځي جبهه‌بندۍ کې د نوموړي له رول څخه ناراضه وو، بلکې د احمد مسعود په مشرۍ د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» او یا هم داعش خراسان څانګې سره د ده او وسلوالو کسانو د یو ځای کېدو په تړاو اندېښمن وو او د همدې لپاره يې د ده د نیولو لپاره عملیات وکړل تر څو يې دا اندېښنه ختمه شي. تر دې وړاندې له حسین جندي سره تړلي وسلوال کسان او قومندانان هم نيول شوي وو. یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې د جندي تر امر لاندې قومندانان او وسلوال کسان اړ شوي دي چې خپلې وسلې او مهمات کندهاري طالبانو ته وسپاري. دې سرچینې ويلي چې راټولې شوې وسلې په يوه چورلکه کې له تخار څخه کندهار ته انتقال شوې دي او په دې سره څرګندېږي چې په تخار کې عملیات د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په زرغون څراغ ترسره شوي دي.

غلام حسین جندي څوک دی؟

حسین جندي د حزب اسلامي د لوړپوړي قومندان او په سرپل کې د حامد کرزي د حکومت د والي آمر بشیر قنات د کورنۍ غړی دی. په تخار کې د امنيتي وضعيت په خرابېدو حسین جندي د ولسي پاڅون قومندان شو او شاوخوا ۶۰ تنه يې درلودل. د جمهوریت پر مهال پر نوموړي د وژنې، انسان تښتونې، ولسي خلګو د ځورونې او د سرو زرو له کانونو څخه د عایدو تر لاسه کولو تورونه وو؛ خو وړاندې تر دې چې د نوموړي پر خلاف عملیات وشي ده د جمهوریت اړخ پرېښود او له طالبانو سره یو ځای شو. غلام حسین جندي له یوه اړخه بل اړخ ته د خپلې وفادارۍ د انتقال له وجې د طالبانو لپاره د باور وړ څېره نه ده. ده د تېرو درو لسیزو پر مهال څو ځله خپله جبهه بدله کړې ده.

کندهاري طالبانو د جندي د بې وسلې کولو لپاره اقدام کړی و، خو مولوي محسن یې ملاتړ وکړ/عکس: اطلاعات روز ورځپاڼې ته لېږل شوی

د جمهوري نظام پر مهال چې کله د وخت حکومت د نورابه د سرو زرو د کان تړون پیمان کار شرکت ته وسپاره تر څو په مسلکي توګه د سرو زرو استخراج پيل شي، آمر بشیر قنات او غلام حسین جندي د حکومت له دې پرېکړي سره مخالفت وښود. غلام حسین جندي د چاه آب ولسوالۍ له ستراتېژيک موقعیت – چې له تاجیکستان، بدخشان او د تخار له ینګه قلعه ولسوالۍ سره پوله لري – څخه په استفادې له طالبانو سره یو ځای شو او طالبانو هم د هیواد په شمال ختیځ کې د خپلې جغرافیې د پراخولو لپاره د نوموړي له نظامي ظرفیت څخه استفاده وکړه. جندي د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال له کندهاري طالبانو سره په اړيکه کې وو؛ خو کله چې طالبانو د اګست میاشتې پر مهال واک ونیو نو نوموړی له حقاني شبکې سره یو ځای شو او په چاه آب ولسوالۍ کې د حقانیانو استازی و.

د نورابه د سرو زرو کان چې غلام حسین جندي او ځواکونو يې په استخراج کې ونډه درلوده او د هغه د عوایدو یوه برخه يې حقاني شبکې ته لېږله، د تخار د چاه آب ولسوالۍ په لس کیلومیټرۍ کې موقعیت لري. دا معدن د ۱۳۶۶ پر مهال د روسانو له لوري کشف شو خو د پراختیا او استخراج تړون يې د «ویسټ لینډ جنرال ټریډینګ» په نوم له یوې امريکايي کمپنۍ سره وشو. دې شرکت په وقفه‌یي توګه تر ۱۳۹۴ پورې د سرو زرو استخراج کاوه، خو د طالبانو او غیر مسوولو وسلوالو له لوري د ناامنۍ په زیاتېدو د دې کان تړون د ۱۳۹۸ پر مهال لغو شو.

یوه سرچینه چې له وضعیت سره بلده ده، اطلاعات روز ته يې ويلي: «کندهاري طالبانو له ډېره وخته غوښتل چې حسین جندي له صحنې حذف کړي؛ خو د طالبانو د کورنیو چارو پخواني معین مولوي محمد محسن هاشمي چاه آب ولسوالۍ ته د سفر پر مهال حسین له کندهاري طالبانو وژغوره او د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته يې نژدې کړ. همالته حسین جندي له سراج الدین حقاني سره بیعت وکړ او د چاه آب د سرو زرو په کان کې د نوموړي استازی شو. تر دې وروسته نوموړي هره میاشت له معدن څخه د خلیفه سراج الدین سهم اخیست او کابل ته يې ور ووړ.»

دې سرچینې ويلي: «حسین جندي د جمهوریت پر مهال زیات نظامي امکانات نه درلودل، خو کله چې طالب شو، د جمهوریت پر خلاف وجنګېد او له تاجکستان سره پر پوله يې ښې ستراتيژيکې سیمې ونيولې او په دې توګه يې زياتې پیسې او امکانات پيدا کړل. حسین جندي د نورابه د سرو زرو کان ونیو او په دې وسیله يې زياته وسله لاس ته راوړه.»

د دې سرچینې په وينا، د جمهوري حکومت تر پاشل کېدو وروسته کندهاري طالبانو څو ځلې له حسین جندي څخه غوښتي و چې خپل نظامي تجهیزات دې وسپاري؛ خو ده طالبانو ته ويلي و چې «د طالبانو له اسلامي امارت» څخه يې هيڅ وسله نه ده تر لاسه کړې او کوم نظامي تجهیزات چې لري هغه د حزب اسلامي اړوند دي.

دې سرچينې ويلي: «سراج الدین حقاني د جندي ملاتړ کاوه؛ کندهاري طالبانو د سياسي مصلحت له وجې د جندي پر خلاف اقدام ونه کړ او منتظر وو چې په مناسب وخت کې يې واک ختم کړي.»

په ابتدايي او سنتي توګه د تخار له یوه کان څخه د سرو زرو استخراج/اطلاعات روز

حقانیانو ته د نژدې افرادو نیول

یوې سرچینې اطلاعات روز ته ويلي چې د آمر بشیر قنات خورېیونه بصیر او پهلوان شکیب چې د غلام حسین جندي قومندانان وو هم نیول شوي او د حسین جندي یو شمېر ځواکونه طالبانو ته د وسلو تر سپارلو وروسته له زندانه خوشي شوي دي.

د تخار د ولایتي شورا پخوانی رییس ارباب روح الله رؤفي چې د طالبانو د تفتیش رییس مولوي محسن هاشمي ته نژدې کس دی هم د جمعې په ورځ (۲۹ د چنګاښ) د جمعې د لمانځه تر ادا کولو وروسته د تالقان ښار په «کوماندو» کوڅه کې د طالبانو د ځواکونو له لوري ونيول شو او په کندوز کې د دې ډلې ۲۱۷ عمري قول اردو ته انتقال شو. ارباب روح الله رؤفي د ۳۰۳ پامیر زون د پولیسو د پخواني قومندان جنرال داود داود د کاکا زوی دی. جنرال داود د طالبانو مخالفه څېره وه او د ۲۰۱۱ کال پر مهال د طالبانو په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د تخار د ولایتي شورا پخوانی رییس ارباب روح الله رؤفي/اطلاعات روز

یوه سرچينه چې له وضعیته له نژدې خبره ده، ويلي چې کندهاري طالبان پر روح الله رؤفي او د جنرال داود داود د کورنۍ پر نورو غړو شکمن دي او له حقانیانو سره پر اړیکو يې هم بدګومانه دي. رؤفي تر اوسه د سراج الدین حقاني په ضمانت سره په تخار کې پاتې دی.

دې سرچينې ويلي چې له تخاره د پارلمان پخوانی غړی رییس باقي ملک‌زاده هم د کندهاري طالبانو له لوري د نیول کېدو له وېري کابل ته تښتېدلی او د مولوي محسن هاشمي په کور کې ژوند کوي.

په تخار کې د نيونو په لړ کې د جمهوري نظام پر مهال د فاریاب د لوا د پخواني رييس نور محمد حکيمي ورور او د تخار د پولیسو پخوانی قومندان نیک محمد حکيمي هم د طالبانو له لوري نيول شوی او په کندوز کې د طالبانو قول اردو ته وړل شوی دی.

د تخار د پولیسو پخوانی قومندان او د نور محمد حکیمي ورور/اطلاعات روز

مولوي محسن هاشمي د تخار د فرخار ولسوالۍ دی او د ۹۰یمو کلونو پر مهال يې د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو له خوځښت سره بیعت کړی و. مولوي محسن له جمهوری نظام سره د طالبانو د جګړې پر مهال په بغلان، تخار او سمنګان ولایتونو کې د طالبانو ټاکل شوی والي و او هغه وخت له کندهاري طالبانو سره نژدې و خو واک ته د دې ډلې تر رسېدو وروسته يې له حقانیانو سره اړيکې ټينګې کړې دي او د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت د تأمیناتو معین شو، وروسته په پنجشیر کې د طالبانو والي و او اوس د طالبانو د تفتیش د عالي ادارې د رییس په توګه کار کوي. مولوي محسن ته نژدې يوې سرچینې اطلاعات روز ته ويلي چې نوموړي له حقاني شبکې سره د تخار د مشرانو او متنفذینو د بیعت زمینه برابره کړې ده او له همدې وجې د کندهاري طالبانو له لوري د هغو د حذف او بې وسلې کولو بهير پيل شوی دی.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د ملا هبت الله په محور په کندهار کې د قدرت مرکز ته د وفادارو طالبانو او د حقاني شبکې د مشر او د دې ډلې د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني تر منځ رقابت روان دی. د حقاني شبکې ځواکونه او ملاتړي سراج الدین حقاني ته د «خلیفه» لقب کاروي.

حقاني شبکې زیاته هڅه وکړه چې په ولایتونو کې نفوذ پیدا کړي؛ خو د تېر یوه کال پر مهال ملا هبت الله هڅه کړې ده چې خپل ځان ته د نژدې کسانو په ټاکنې او د حقاني د افرادو په لیرې کولو سره د حقانيانو د واک د پراختیا مخه ونيسي. شمال ختیځ حوزه له تاجیکستان او چین سره د پولې او معادنو درلودلو له وجې د طالبانو په خپلمنځي سیالیو کې خاص ارزښت لري. پر دې حوزې کنټرول زیات ثروت او نفوذ ته د لاسرسي لرلو په معنا دي؛ هغه عناصر چې په راتلونکې کې به د طالبانو د خپلمنځي سیالیو برخلیک ټاکي.