اطلاعات روز: د طالبانو لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو ته د روانې زمري مياشتې پر شپږمه نېټه په یوه لېږل شوي استعلام کې غوښتي چې که په خپلو تحصيلي بنسټونو کې د بهرنیو ژبو کورسونه لري، نوم او د تدریس وخت دې يې ورسره شریک شي.
په لوړو زده کړو وزارت کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د استعلام شریکولو پر مهال اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې د طالبانو لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي تر څو د بهرنیو ژبو دغه کورسونه وتړي.
د سرچینې په وینا، لومړی له خصوصي تحصيلي بنسټونو معلومات راغونډېږي او هڅه دا کېږي چې وروسته په یوه او بله پلمه وتړل شي.
طالبانو تر دې وړاندې هم په تحصيلي برخه کې پراخ بندیزونه لګولي او د بهرنیو ژبو د زده کړې او نور ښوونیز مرکزونه يې د نجونو په وړاندې تړلي دي. په داسې حال کې چې هغوی تر شپږم ټولګي له لوړو رسمي زده کړو هم بې برخې دي.