Photo: @FitratHamd

طالبانو له امریکايي او اروپايي ډيپلوماټانو غوښتي چې افغانستان ته سفر وکړي

اطلاعات روز: د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې د دې ډلې د رییس الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په قطر کې د امریکا په ګډون د یو شمېر لوېديځو هیوادونو له ډیپلوماټانو سره ليدلي او له هغوی يې غوښتي چې افغانستان ته سفر وکړي او وضعیت له نږدې وارزوي.

د فطرت په وینا، مولوي عبدالکبیر پرون (یکشنبه، ۱۴ د زمري) د امریکا، برېتانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، سويلي کوریا، اسټرالیا او جرمني د سفارتونو له ډیپلوماټانو سره د دوه اړخیزو اړیکو او امنيتي او بشري همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ليکلي، چې د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستیال په دې لیدنه کې د افغانستان د بدلونونو، امنیت او ثبات په اړه معلومات شریک کړي او هغوی يې رابللي چې افغانستان ته سفر وکړي او وضعیت له نږدې وګوري.

د فطرت په وینا، د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال بهرني ډيپلوماټان هڅولي چې په کابل کې خپل سیاسي دفترونه بیرته فعال کړي.

د دریو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه هیڅ هیواد هم دا ډله په رسمیت نه ده پيژندلې؛ مګر بیا هم په کابل کې د ځینو هیوادونو سفارتونه فعال دي.

لوېدیځو هیوادونو د طالبانو تر راتلو وروسته خپل سفارتونه قطر ته انتقال کړي او له هغه ځایه د افغانستان چارې مخته وړي.