ښۍ خوا ته د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او کیڼ اړخ ته د مخدره موادو مشهور قاچاقبر بشر نورزی/ باختر خبري اژانس

له قاچاق او ابدي زندانه بیا تر غیر رسمي چارواکي‌توبه

د طالبانو په حکومت کې د حاجي بشر نورزي د ځواک پراختیا

خالد محمدي

کله چې د سې‌شنبې (د روان کال د چنګاښ ۱۹مه) په ورځ ملا هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم د وزیر په توګه معرفي شو، د ځانګړو مېلمنو په کتار کې هغه څوک ناست و چې د مشهور کولمبیايي قاچاقبر په تقلید د افغانستان پابلو اسکوبار بلل کېږي: حاجي بشر نورزی. حاجي بشر نورزی د نشه يي توکو د قاچاق په تور د امریکا په زندانونو کې ۱۷ کاله بندي و. دی د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر پر ۱۹مه بیرته افغانستان ته راغی او د طالبانو په حکومت کې هیڅ رسمي دنده نه لري؛ خو د طالبانو په جوړښت کې زیات ځواک او نفوذ لري. له یو څه وخته نورزي د کانونو تړونونو او د هغو استخراج ته پام اړولی او څو ځله يې غزني او هلمند ولایتونو ته د لیتیم او اورانیم کانونو د کتنې لپاره چينايي پلاوي بیولي دي.

بشر نورزی او هدایت الله بدري يو-بل له تېرو درو لسیزو راهیسې پېژني او ملګري دي. ملا هدایت الله بدري د ۹۰مې لسیزې په دویمه نيمايي کې د طالبانو د لومړۍ حکومتولۍ پر مهال د دې ډلې د بنسټګر او مشر ملا عمر مالي مسوول و او له هغه وخته بیا تر اوسه له حاجي بشر نورزي سره نږدې اړيکې لري. هدایت الله بدري د تېر کال په وري میاشت کې له مالیې وزارته تر ګوښه کېدو وروسته په کندهار کې خپل ټاټوبي ته نه ولاړ او د حاجي بشر نورزي په کور کې و، تر دې چې د طالبانو د مرکزي بانک د رییس په توګه وټاکل شو.

حاجي بشر نورزى د کابل په هوايي ډګر کې له امريکايي زندانه تر خوشې کېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو د رييس او د کانونو او پټروليم د اوسني وزير تر څنګ/باختر خبري اژانس

حاجي بشر نورزی او ملا هدایت الله بدري دواړه د افغانستان په سویل کې د کندهار د میوند ولسوالۍ دي. حاجي بشر نورزی د میوند ولسوالۍ بازار ته له څيرمه سیمې څخه دی او په قوم نورزی او ملا هدایت الله بدري د کندهار او هلمند ترمنځ د بند تیمور سیمې دی او اسحاقزی دی. اطلاعات روز ورځپاڼې ته باوري سرچینو ويلي چې بشر نورزی په کانونو او پټرولیم وزارت کې له هدایت الله بدري سره له ليدنې سره-سره له ده سره په ځینو ولایتي سفرونو کې هم ملګری وي او له کانونو او ځمکنیو زېرمو لیدنه کوي.

د اطلاعات روز موندنې ښيي چې حاجي بشر نورزي له هدایت الله بدري سره یو ځای په دې وروستیو کې د سرپل د ډبرو سکرو او د بامیان د سرپو کانونو ته تللی او کتلي يې دي. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په اعلامیه کې د حاجي بشر نورزي هیڅ یادونه نه ده شوې، خو نوموړی په عکسونو کې ښکاري.

د رهبر په تایید د حاجي بشر سفرونه

د ځینو سرچینو په وینا چې نه غواړي نوم یې یاد شي، حاجي بشر د لیتیمو او یورانیمو د کانونو د استخراج لپاره له چینايانو سره يوه لوی تړون ته نږدې شوی دی او په دې برخه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده ملاتړ هم ورسره دی.

یوې سرچينې وویل: «چينايانو له حاجي بشر نورزي څخه وغوښتل چې په غزني کې د لیتیمو پر کانونو کار وکړي. نورزي د طالبانو د مشر له قوم څخه دی او د هغه په ملاتړ يې چینايي پلاوی غزني ته وغوښت ترڅو لومړۍ سروې وکړي؛ خو کله چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی وزیر شهاب الدین دلاور چې په دې وروستیو کې له خپلې دندې ګوښه شوی، خبر شو نو له غزني يې چينايي پلاوی بيرته را وغوښت او هغوی ته يې اخطار ورکړ چې له تړون پرته دې هیڅکله هم ساحې ته نه ځي.»

د ۱۴۰۱ کال په مرغومي/جدې میاشت کې په غزني کې د طالبانو د کانونو او نفتو د رییس حضرت یوسف صهیب په قول باختر خبري اژانس خبر ورکړ چې چینایان په غزني کې د لیتیم په استخراج کې لېوالتیا لري. لیتیم د برېښنايي انرژۍ د زېرمه کولو وړتیا لري او د مبایل، برېښنايي موټرو، کمپیوټرونو او بې پیلوټه الوتکو په بیټریو کې کارېږي.

سرچینې وویل، چې حاجي بشر نورزي کانونو او پټرولیم وزارت ته له خبر ورکولو پرته چينايي پلاوی د افغانستان په سویل کې د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اړوندې د لېوني غره سيمې ته بیولی وو.

د سرچینې په وینا: «د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزات پخوانی وزیر مولوي شهاب الدین دلاور چې کله د افغانستان سویل ته د چینايي پلاوي له تلو خبر شو، نو د طالبانو استخباراتو ته یې خبر ورکړ چې په بېړه دې دا چينايي پلاوی له افغانستانه وباسي.»

حاجي بشر نورزی له هدایت الله بدري سره د سرپل د ډبرو سکرو کان څخه د لیدنې پر مهال/ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت

حاجي بشر نورزي د مس عینک کان د استخراج په پروژه کې د لاسوهنې هڅه هم وکړه، خو د شهاب الدین دلاور له لوري يې مخه ونیول شوه. باوري سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې حاجي بشر د شهاب الدین دلاور پر مهال د هبت الله اخوندزاده له دفتر مکتوب راوړی و چې د دې وزارت مسوولین دې له قید او شرط پرته په هره برخه کې له نوموړي سره همکاري وکړي.

د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې، «شهاب الدین دلاور تورن شوی و چې د کانونو له تړونونو څخه د وزارت عواید د خپل زوی په مرسته اختلاسوي. په دې لړ کې ځینې موارد د حاجي بشر نورزي په لارښوونه د طالبانو د استخباراتو له لوري مستند شول، خو د طالبانو د استخباراتو د اقتصادي جرایمو د سبوتاژ او قانون د حراست رییس د شهاب الدین دلاور پر خلاف د فساد قضیه رد کړه.»

دې سرچینې وویل، چې بشر نورزي ډېره هڅه وکړه ترڅو د دې ډلې مشر ملا هبت الله قانع کړي چې شهاب الدین دلاور له کانونو وزارت څخه ګوښه کړي او په دې کار کې بریالی شو. شهاب الدین دلاور له کانونو او پټرولیم وزارت څخه تر ګوښه کېدو وروسته د افغان سرې میاشتې رییس وټاکل شو.

د اندخوی د مالګې په داوطلبي کې د یو شمېر ګډونوالو شرکتونو مالکانو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د سرپل نفت او همدا راز د اندخوی د مالګې کانونه د یما پټرولیم او د همدې شرکت د بلې برخې ابو سعید په انحصار کې دي. حاجي بشر د همدې دوو شرکتونو ملاتړ کوي او خپله برخه ترلاسه کوي.

سرچینې وویل: «د حاجي بشر له ملاتړ پرته چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، یما پټرولیم او ابوسعید نشوای کولای چې د کانونو وزارت داوطلبي وګټي. حاجي بشر د کندهار دی، په امریکا کې زنداني شوی او زیات ځواک لري.»

دې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې يې د حاجي بشر زوی د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې د یما پټرولیم په دفتر کې لیدلی چې ظاهرا هلته د چارو د همږغۍ په موخه تللی و. یما پټرولیم شرکت د آمو سیندیزې حوزې د قشقري ساحې د خامو نفتو د ۶۰ زرو ټنو داوطلبي ګټلې چې ارزښت يې ۳۳ میلیونه ډالره کېږي.  

که څه هم دې سرچینې وویل، چې حاجي بشر د نفتو او اندخوی په مالګې کې شریک دی، خو په تړونونو او اداري مسایلو کې يې نوم نشته دی.

کابل کې د طالبانو له لوري د بشر نورزي هرکلی/AFP

بشر نورزی څوک دی؟

کله چې بشر نورزی په امریکا کې تر اوولس کلن زندان وروسته بیرته افغانستان ته راغی، ملا هبت الله بدري په خوشالۍ سره په غېږ کې ونیوه او د هغه تندی یې مچ کړ. د طالبانو نورو چارواکو لکه د دې ډلې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د دفاع وزیر ملا یعقوب، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د طالبانو نورو لوړپوړو چارواکو په هغو مېلمستیاوو کې ګډون درلود چې له زندانه د نوموړي د خوشي کېدو او افغانستان ته د راستنېدو په تړاو شوې وې. د بشر نورزي د دې نفوذ او ځواک لامل څه دی؟

د ۸۰یمې ميلادي لسیزې پر مهال د شوروي اتحاد له لښکرو سره د مجاهدینو د جګړې پر وخت بشر نورزی په کندهار کې يو ځايي قومندان و. د پخواني شوروي تر وتلو وروسته نورزي د امریکا د مرکزي اطلاعاتو له سازمان (سیا) سره اړیکه پیدا کړه ترڅو د سټینګر توغندیو د ورسپارلو په تړاو پیسې لاسته راوړي. سټینګر توغندي د امریکا له لوري مجاهدینو ته ورکړل شوي وو. دا توغندي چې کولای يې شول روسۍ جیټ الوتکې او چورلکې په بریالیتوب سره په نښه کړي، د شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د بریا نښه وه.

کله چې نورزی د افغانستان د طالبانو د خوځښت له مشر ملا عمر سره بلد شو، نوموړي ته يې دا ګټه وکړه ترڅو د سویلي ولایتونو د قومونو له مشرانو سره بلد او خپل نفوذ زیات کړي. همدا مهال او د افغانستان پراخې جغرافیې ته د طالبانو د واکمنۍ په غزېدو نورزي د نشه يي توکو د سوداګرۍ کنټرول واخیست او له دې لارې يې د يوې اصلي سرچینې په توګه د طالبانو مالي ملاتړ کاوه.

د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۱مې تر برید او امریکا ته د القاعده د مشر اسامه بن لادن له ورسپارلو څخه د ملا عمر تر ډډې وروسته د «طالبانو امارت» د امریکا او د هغې د متحدینو د حملې له وجې وپرځېد. دا مهال بشر نورزی د پاکستان په کویټه ښار کې و. دی ملا عمر ته د نژدېکت له کبله د امریکا لپاره یو هدف و او له همدې وجې يې ځان پټاوه، خو د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې يې پرېکړه وکړه چې د کندهار په سرحدي ولسوالۍ سپین بولدک کې له امريکايي چارواکو سره وويني. په دې لیدنه کې نوموړی ونیول شو او شپږ ورځې پلټنې ترې کېدې، خو وروسته امریکایانو خوشي کړ، وروسته نوموړي د ۲۰۰۲ په جنورۍ کې هوا ضد توغندي هم وسپارل تر څو امریکایانو ته خپل «حسن نیت» وښيي.

نیونه، زندان او خوشي کېدل

د ۲۰۰۴ کال پر مهال د بشر نورزي تر مشرۍ لاندې شبکه تورنه شوه چې تر ۵۰ میلیونه زیاتو ډالرو په ارزښت يې هیروین نیویارک ته قاچاق کړي دي. نورزی د امریکايي مامورینو په جال کې ښکېل شو او امریکا ته د تګ لپاره یې د هغوی بلنه ومنله. تر دې چې نوموړی د ۲۰۰۹ کال پر مهال په امریکا کې په ابدي زندان محکوم شو.

د طالبانو او امریکا د خبرو په پیلېدو هغه وخت په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له امریکايي وګړو سره د طالب زندانیانو د تبادلې غوښتنه وکړه. د بشر نورزي ازادېدل د طالبانو مهمه غوښتنه وه، خو د امریکایانو لپاره د دې غوښتنې منل سخت و. کله چې د ۲۰۲۲ کال پر مهال د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب دوحې ته ولاړ او له امریکايي چارواکو سره یې وليدل، نو د امريکايي وګړي مارک فرریکس په بدل کې د بشر نورزي ازادېدل وروستي شول او اخر هم نورزی له زندانه خوشې او بیرته افغانستان ته راستون شو.

اوس مهال حاجي بشر نورزی د طالبانو په حکومت کې په یو غیر مسوول ځواکمن کس بدل شوی دی. یوې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې بشر نورزي د کورنیو نشه يي توکو له مدیریت او کنټرول سره-سره د کانونو استخراج ته هم زیاته پاملرنه کړې او د دې ډلې د کانونو او پټرولیم د وزیر هدایت الله بدري هر اړخیز ملاتړ ورسره دی.