کابل کې د شپږیزې کرکټ لیک نهم پړاو؛ امو نهنګانو په لومړي ځل اتلولي وګټله

اطلاعات روز: کابل کې د شپږیزې کرکټ لیک نهم پړاو سیالۍ چې د پنځو لوبډلو په ګډون د روانې اګسټ میاشتې په ۱۲مه پېل شوې وې نن (شنبه، ۳ د وږي) د امو نهنګانو په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغه لیک پایلوبې ته د بند امیر ښامارانو او امو نهنګانو لار موندلې وه، چې امو د اوو ویکټو په توپیر بریا خپله کړه او د لومړي ځل لپاره یې اتلولي وګټله.

د نننۍ پایلوبې پچه د بند امیر لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بندامیر په ټاکلو شلو اورونو کې د یو لوبغاړي په سوځیدو امو ته د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.

د دې لوبډلې په ګټه صدیق اتل ۷۵ او لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي ۷۸ منډې وکړې.

امو نهنګانو بیا یاد هدف د دریو لوبغاړو له سوځیدو وروسته په اتلسم اوور کې پوره کړ، چې له دې سره امو نهنګانو د اووه وېکټو په توپیر د نهم پړاو شپږیزې اتلولي وګټله.

پایلوبه کې د امو لوبډلې لپاره شاهدالله کمال ۵۹ او محمداسحاق رحیمي د ۴۷ ناسوځېدلو منډو په کولو سره وتوانیدل چې خپله لوبډله بریا ته ورسوي.

د امو نهنګانو لوبډله د شپږیزې لیګ په لومړي پړاو کې تر پایلوبې رسېدلې وه، خو هغه مهال یې ماتې خوړلې وه، مګر دا ځل بریالۍ او اتلولي یې خپله کړه.

د شپږیزې کرکټ لیک نهم پړاو سیالۍ چې د روانې اکسټ میاشتې په ۱۲مه د بند امیر ښامارانو، سپین غر پړانګانو، امو نهنګانو، مس عینک اتلانو او بست ساتونکو په ګډون پېل شوې وې، ټولټال په کې ۲۱ سیالۍ ترسره شوې او د هرې لوبډلې په جوړښټ کې د ملي لوبډلې لوبغاړو ترڅنګ یو شمېر نويو او ځوانو لوبغاړو ته هم ځای ورکول شوی وو.

یاده دې وي چې د شپږیزې لیک نهم پړاو سیالیو کې تر ټولو ډیرې منډې صدیق اتل جوړې کړي، چې د نننۍ لوبې په ګډون یې ټولې ۳۴۸ منډې کړي او د دې پړاو مخکښ منډې جوړونکی لوبغاړی نومول شوی دی.