Photo: Gage Skidmore / Flickr

هیلري کلېنټن د طالبانو د امر بالمعروف قانون پر وړاندې د نړیوال اعتراض غوښتونکې شوه

اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلېنټن غوښتنه کړې چې نړۍ دې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر وړاندې اعتراض وکړي.

اغلې کلینټن تېره شپه (چهارشنبه، ۷ د وږي) ایکس کې پر خپله پاڼه ليکلي: «ایا غواړئ چې د احمقانه بنسټپالنې پایله ووينئ؟ کولای شئ، د طالبانو هغه قانون وګورئ چې ښځې له کوره دباندې له خبرو کولو منع کوي.»

نوموړې زیاته کړې، چې «نړۍ باید د دې نوې نفرت پاروونکې موضوع په اړه خبرې وکړي».

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په تازه توګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړی او اوس مهال دا قانون نافذ دی.

په دې قانون کې د ښځې د ټول بدن پټول لازمي ګڼل شوي او د ښځې غږ عورت بلل شوی دی او همدا راز د خلمو پر ټولنیز او فردي ژوند ګڼ بندیزونه لګول شوي دي.

د دې قانون توشیح کېدو د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو پراخ غبرګونونه راپارولي او غندلی یې دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميشنرۍ دا قانون د نه زغم وړ بللی او غوښتنه یې کړې چې ژر دې لغوه شي.