حنیف اتمر

اتمر: د امریکا پر لیک او طرحې غور روان دی، یو حل ته به ورسیږو

اطلاعات روز: د هېواد بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر وایي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر لیک او د زلمي خلیلزاد له خوا د سولې طرحه افغان حکومت ته رسېدلې او یوې پایلې ته رسېدو لپاره پرې غور روان دی.

بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې نن (دوشنبه، ۱۸ د کب) کابل کې د رسنیو مرکز کې وکړې او زیاته یې کړه چې په دې غور کوي چې د دې طرحې کومې برخې د افغانستان له ملي ګټو سره سمې او کومې یې سمون نه خوري.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خوا یو لیک او د «سولې انتقالي دولت طرحه» دوه ورځې وړاندې افغان سولې لپاره د یاد هېواد ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوري، ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلایني عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته رسېدلې وه.

د دې طرحې له مخې، غوښتنه شوې چې د ترکیې هېواد کې د «بن» په څېر یوه ناسته وشي او د افغانستان پر راتلونکي خبرې وشي.

محمدحنیف اتمر وایي، د دې طرحې په هغو برخو کې چې د نظر اختلاف دی، نړیوالو مرستندویه هېوادونو له هغې ډلې امریکا سره پرې یو حل ته ورسیږي. د ده په وینا، هر دولت پر دې باور دی چې په مساواتو سره ژوند او د یو بل ملي حاکمیت ته درناوی وکړي. ده زیاته کړه چې د افغانستان نړیوال همکاران دې مسلې ته متوجه دي.

ښاغلي اتمر بیا په ترکیې کې د «بن» په څېر جوړېدونکې غونډې په اړه وویلې، چې دا کومه نوې خبره نه ده، بلکې د دې هېواد په ګډون نورو هېوادونو کې هم ورته غونډې شوي او لا به کیږي. ده زیاته کړه، چې د ترکیې په ګډون ۱۳ نورو هېوادونو د افغان سولې پروسې د کوربه توب ټټر وهلی دی.

نوموړي د دې پوښتنې ځواب کې چې ولې دغه «لیک» د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا د هېواد ولسمشر ته ورغلی او دا چې د هېواد ولسمشر موقف تر پوښتنې لاندې نه راولي، وویل: «هو داسې باید و نه شي، د امریکا لیک د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت له خوا باید د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته راغلی وی، خو موږ د دې لپاره چې له یاد هېواد سره ډېرې نږدې اړیکې لرو، په همدې موخه موږ دا جواز ورکړی چې دوی کولی شي، زموږ له وزارت پرته هم ورته اړیکې سره ونیسي.»

خو له دې وړاندې همدا نن (دوشنبه، ۱۸ د کب) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دې طرحې سره مخالفت وښود.

د ښاغلي صالح په وینا، دا طرحه درې مهمې برخې لري، چې په ارزښتونو کې یې کومه ستونزه نشته خو په وینا یې چې نورې برخې یې افغانانو لپاره لکه یو لړزېدونکي پل په څېر دي چې په منلو سره یې ناڅرګند برخلیک سره مخ کېدی شي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا لیک یا یاده طرحه یې دریځ نه شي بدلولی. «امریکایان او غربیان چې موږ سره یې کمک کړی مننه کوو، امریکا حق لري چې د خپلو ۲۵۰۰ عسکرو په برخلیک لیک ولیکي او طرحه وړاندې کړي او دا زموږ حق دی چې پرې غور وکړو او د ۳۵ میلیونه انسانانو برخلیک معاملې ته و نه نیسو.»

ښاغلي صالح دغه راز وویلې چې امریکا او نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پر ګټو او یو بل ته په درناوی ولاړې دي، خو په وینا یې که هر شېبه درک شي چې داسې اړیکې نشته او تر پښو لاندې دي، ملت خبروو او بدلوو یې، د نوموړي په وینا ځکه چې افغانان که څه هم بې وزلي دي، خو د خلکو نامشروع غوښتنو ته یې سر نه دی ټیټ کړی.