اطلاعات روز: د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د نظارت او تعقیب لوی ریاست اړوند د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو پر چارو د نظارت ریاست د دغې ډلې د لوړو زده کړو وزارت ته څلور کسان معرفي کړي، ترڅو د خصوصي زده کړو په موسېساتو کې د قانوني سندونو او ریاست الوزرا د حکمونو له تطبیق څخه نظارت وکړي.
د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د نظارت او تعقیب ریاست لوړو زده زده کړو وزارت ته په استول شوي مکتوب کې لیکلي، چې دا اداره د ټولو ادارو د قانوني سندونو او ریاست الوزرا د حکمونو او لارښوونو له تطبیق څخه د تعقیب او نظارت دنده پر غاړه لري.
د دغه مکتوب یوه کاپي چې اطلاعات روز ته رسیدلې، یاد ریاست پکې د طالبانو لوړو زده کړ وزارت ته څلور کسان معرفي کړي ترڅو د دغه وزارت د مرکزي خصوصي زده کړو موسېساتو د کړنو د قانونیت څخه نظارت ترسره کړي.
مکتوب کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتل شوې، چې دغه کسان خصوصي زده کړو موسېساتو ته ور وپيژني ترڅو خپلې چارې د قانون په رڼا کې ترسره کړي.
بلخوا شننونکي د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د نظارت او تعقیب ادارې ترڅنګ د دغې ډلې استخباراتو اداره، امربالمعروف او اړونده وزارتونه د خصوصي سکتور په چارو کې په لاسوهنې تورنوي او وایي، چې د طالبانو یادې کړنې به د دې لامل شي چې پانګه وال او د خصوصي مراکزو مسوولین به خپلې پانګې له هیواد وباسي او مراکز به وتړل شي.