سوځېدلې ښځه

د ښځو سوځونه

هغه قرباني چې ۸ میاشتنی ماشوم یې په ګېډه دی

خبریال: واجد روحاني

ژباړه: بهادرخان رحماني

زهرا احمدي ۳۰ کلنه ده او په هرات ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه قربانۍ ده. هغه درې میاشتې کیږي چې د هرات حوزوي روغتون د درملنې او سوځېدنې څار مرکز کې پر بستر پرته ده او روغتیاپالان وایي، چې شاوخوا ۵۰ سلنه تن یې سوځېدلی دی. زهرا چې د زیاتې سوځېدنې له امله په سختۍ خبرې کوي وایي، مېړه یې ورته اور ورته کړ او هېڅکله دې درې میاشتو کې چې سخت درد تېروي، هغه وېروونکې شپه یې له یاده نه وځي: «مېړه مې روږدی او له ما ۳۰ کاله لوی و. تل یې را سره جنګ کاوه او یوه شپه یې راباندې پټرول واچول، خو دا چې پټرول کم ول په همدې خاطر مې څلور ماشومان ما سره و نه سوځېدل. ډېره وېروونکې شپه وه او تل مې هغه شپه یاد ته راځي.»

له پېښې د زهرا کیسه وېروونکې ده او د فیلم سناریو ته پاتې کیږي، داسې واقعیت چې یوه ښځه یې رانیولې او د ښځې له سوځولو پرته بل ویی (کلمه) ذهن ته نه راځي: «زوی مې، زه او خپل درې ورونه یې د هماغه له الله ج نه وېرېدونکي ظالم له لاسه وژغورل. مېړه مې، موږ یې د هرات-اسلام کلا لویې لارې هنګار ته وړي و او له درې شپو تېرېدو وروسته یې غوښتل موږ وسوځوي.»

د هرات روغتیایي مسوولین وایي، چې د ښځو ځان سوځونې شمېر ۸۰ سلنه کم شوی دی.

زهرا کیسه کوي چې هغه شپه له زیاتې سوځېدنې له امله بې هوښه شوې وه او که یې مشر زوی ژر د ژغورلو لپاره ګام نه وی اخیستی، اوس به یو هم ژوندی نه وی.

په کورنیو تاوتریخوالو کې د ښکېلو ډېری ښځو کیسه د ژوند له هماغه پیله پیلیږي، لکه د زهرا په څېر چې یوازې ۱۳ کاله یې درلودل او واده ته په غاړه ایښودو اړه شوه.

زهرا کیسه کوي چې هغه شپه له زیاتې سوځېدنې له امله بې هوښه شوې وه او که یې مشر زوی ژر د ژغورلو لپاره ګام نه وی اخیستی، اوس به یو هم ژوندی نه وی.

زهرا میاشتې کیږي چې روغتون کې بستر ده. په دې موده کې د دې د درملنې لګښت پر کورنۍ څه اغېز نه دی کړی: «ورونو مې ۲۵۰ زره افغانۍ زما د درملنې لپاره لګولي دي خو نورې پیسې نه لري. روغتیاپالان وایي چې ټپونه مې ژور دي او یو بل عملیات ته اړتیا لرم، خو زه فکر کوم چې نوره نه ښه کېږم.»

زهرا چې د لاسونو د ناتوانۍ له امله نه شي کولی خپلې اوښکې پاکې کړي وایي، چې تر ټولو سختې ورځې یې د سوځېدو له امله پر بستر تېرې کړي او د خپلو ماشومانو راتلونکې تیاره ویني.

«د لور ژوند مې تباه شو»

د زهرا مور حواګل د نوموړې د بستر ترڅنګ، بې ځنډه اوښکې تویوي. هغه اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې زوم یې د لور ژوند ورتباه کړی دی.

قربانی که ۸ ماهه باردار است. د دې مور یوازینۍ هیله عدالت ته رسېدنه ده: «زه له حکومته غواړم چې همدا ظالم او له خدای ج نه ډارېدونکی چې زما د لور ژوند یې تباه کړ، اعدام کړي څو نورو خلکو ته عبرت شي چې داسې و نه کړي.»

د زهرا مور حواګل د نوموړې د بستر ترڅنګ، بې ځنډه اوښکې تویوي. هغه اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې زوم یې د لور ژوند ورتباه کړی دی.

د اقلیما بستر تر زهرا شاوخوا ۵ متره لېرې دی. هغه هم د کورني تاوتریخوالي یوه قربانۍ ده. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وایي، چې د مېړه خپلوانو له خوا په بې رحمۍ سره اور کې وسوځېده او د تن ځینې برخې یې فلج شوي دي.

اقلیما ۳۰ کاله عمر لري او د هرات شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې ده. هغه چې په سختۍ کولی شې حرکت وکړي، په ګېډه یې د خپل ماشوم اتمې میاشتې ته رسیږي. اقلیما چې د خبرو کولو توان نه لري، د هغې وېروونکې شېبې چې د اور لمبو کې یې لاس او پښې وهلې وایي: «تل مې خواښې راسره جګړه کوله. یوه ورځ یې راباندې تېل واچول او اور کې وسوځېدم او اوس روغتون کې بستر یم.» هغه ادعا کوي چې حکومت یې د خواښې نیولو لپاره هېڅ هم نه دي کړي.

تل په لېرې په ځانګړي ډول د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملینو ته د مجازاتو بښلو کلتور پر شتون اندېښنې شتون لري. د هرات شینډنډ ولسوالۍ هم د طالبانو د واک مرکز دی.

اقلیما هم د کورني تاوتریخوالي یوه قربانۍ ده. هغه وایي، چې د مېړه خپلوانو له خوا په بې رحمۍ سره اور کې وسوځېده او د تن ځینې برخې یې فلج شوي دي.

افغانستان کې د سوځېدنې درملنه، له دې سره چې روغتیایي چوپړونه د حکومت له خوا وړاندې کیږي، همدارنګه لګښت غوښتونکي دي او د هرات روغتیایي مسوولین وایي، چې د سوځېدنې ډېری پېښې هم هرات کې د بې وزلو کورنیو وي.

هرات ولایت کې کې د ښځو ځينې مدافعین د مارچ په اتمه (دوشنبه، ۱۸ د کب) چې د ښځو نړیواله ورځ ده، د هرات د سوځېدلو درملنې یاد روغتون ته د کورني تاوتریخوالي قربانیانو ته له ګلانو سره ورغلې وې.

د هرات د ښځو چارو مشره انیسه سروري اطلاعات روز ته وایي، د کورني تاوتریخوالي قرباني ښځې له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي: «باید موږ ټول د کورني تاوتریخوالي قربانیو ښځو سره مرسته وکړو ځکه دا ښځې ډېر ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي. هغه ښځې چې د سوځېدنې مرکز کې شتون لري، درملنې لپاره د خلکو مرستې ته اړتیا لري.»

له بلې خوا، د افغانستان لویدیځ هرات ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شمېرې ډېرې دي. د هرات ښځو چارو ریاست کې د مسوولینو شمېرې ښيي چې روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷۲ پېښې ثبت شوې دي او تر تېر کال ۱۵ سلنه کموالی ښیي.

د هرات ښځو چارو ریاست مسوولین وایي، وهل ډبول، توهین، کورنۍ زورونې، وژنې، تجاوز او ځانوژنې ته ګام اخیستنه په ترتیب سره دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې دي.

هرات ولایت کې کې د ښځو ځينې مدافعین د مارچ په اتمه (دوشنبه، ۱۸ د کب) چې د ښځو نړیواله ورځ ده، د هرات د سوځېدلو درملنې یاد روغتون ته د کورني تاوتریخوالي قربانیانو ته له ګلانو سره ورغلې وې.

د ښځو ځان سوځونې شمېرو کموالی

د هرات روغتیایي مسوولین وایي، تر پنځه کالو وړاندې هرات ولایت د هېواد په کچه د ښځو ځان سوځونې لوړ شمېر درلود، خو د ځان سوځونې له منفي پایلو د خبرولو کچې لوړولو سره، دغه شمېر کم شوی دی.

هرات کې د سوځېدو درملنې مرکز په ۱۳۸۶ل کال کې جوړ شوی او اوس د دې مرکز ډېری بسترونه رخصت دي.

د هرات حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي اطلاعات روز ته وویل، چې تېرو کلونو کې د ښځو ځان سوځونې پېښې ۸۰ سلنه کمې شوې دي: «تېرو کلونو کې خلکو له رسنیو ځان سوځونه ځان لپاره یوه الګو نیوله چې له نېکه مرغه اوس ډېر کم شوی دی.»

دغه راز د ښځو ځان سوځونې کمښت ښه خبره ده، خو تراوسه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې دي او تر اوسه د زهرا او اقلیمې په څېر ښځې د اور خوراک کیږي.