دوحه

د دوحې مذاکراتو کې چټکوالی؛ روسیه د کب په ۲۸مه د افغان سولې په اړه د ناستې کوربه توب کوي

اطلاعات روز: د ملي پخلاینې عالي شورا وایي، ټاکل شوې چې د روسیې دولت د مارچ په ۱۸مه (د کب په ۲۸مه) په مسکو ښار کې د افغانستان سولې په اړه یوه ناسته تیاره کړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوزون نن (سه شنبه، ۱۹ د کب) په یو ویډویي پیغام کې ویلي چې روسیې د دغې ناستې لپاره د دولت له مشرتابه، سیاسي څېرو، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د طالبانو مشران او د سیمې ځینې هېوادونه او امریکا ته بلنه ورکړې ده.

ښاغلي خوزون زیاته کړې، چې د ملي پخلاینې عالي شورا اوس په دې اړه سلا مشورې کوي.

دغه راز په هغې بلنپاڼه کې چې د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له خوا د افغانستان حکومت مشرانو او سیاسي څېرو ته رالېږل شوې، په کې راغلي چې دغه ناستې ټاکل شوې تر راتلونکو نهو ورځو د روسیې پلازمېنې مسکو کې ترسره شي.

د بلنپاڼې پر بنسټ، په دې ناسته کې د حکومت په استازولۍ دوه تنه، دوه تنه د ملي پخلاینې عالي شورا په استازۍ، د طالبانو پنځه استازي او له سیاسي څېرو شپږ یا اووه تنه به دې ناسته کې ګډون وکړي.

د مسکو له دې ناستې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چټکوالی ورکول ښودل شوي دي. مسکو له دې وړاندې هم د ورته دوو ناستو کوربه و.

د هېواد بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر هم پرون په یوې خبري ناسته کې وویلې چې د مسکو له خوا دې ناستې لپاره یې مشورې روان کړې دي. ښاغلي اتمر د روسیې د اعلان له مخې وویلې چې دا ناسته د افغان سولې لړۍ ملاتړ لپاره کیږي.