پتنګ

د فاریاب المار ولسوالۍ پولیسو چارسمبالی امنیه قوماندان طالبانو سره یو ځای شوی

اطلاعات روز: فاریاب ولایت کې امنیتي سرچینې تاییدوي، چې د دې ولایت المار ولسوالۍ د پولیسو سرپرست امنیه قوماندان محمدامین پتنګ د طالبانو ډلې سره یوځای شوی دی.

د فاریاب پولیسو امنیه قوماندان ویاند عبدالکریم یورش اطلاعات روز ته وویل، چې د المار ولسوالۍ دغه چارسمبالی امنیه قوماندان پرون (چهارشنبه، ۲۰ د کب) له غرمې وروسته د دې ولسوالۍ مرکز کې طالبانو سره یوځای شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه کس د «دویم څارن» رتبه لرله او یوازې په خپله له یو میل کلاشینکوف سره طالبانو ډلې سره یوځای شوی دی.

هغه ډېر جزیات ور نه کړل، خو ویې ویل چې په دې اړه د پولیسو څېړنې روانې دي.

محمدامین پتنګ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د فاریاب المار ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان ګمارل شوی و.

طالبانو ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

فاریاب د هېواد شمال کې یو ناامنه ولایت دی، چې د طالبانو ډله یې ځینو برخو کې له هغې ډلې المار ولسوالۍ کې فعاله ده. طالب جنګالیو وروستۍ یوه اونۍ کې خپل بریدونه پر دې ولسوالۍ زیات کړي دي.

د فاریاب پولیسو امنیه قوماندانۍ وایي، چې دمګرۍ المار ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ د امنیت مدیر تر قوماندې لاندې طالبانو سره جګړه روانه ده.