Photo: mid.ru

روسیه: د «مسکو فرمټ» د غونډې لومړیتوب له طالبانو سره د سیمې د هیوادونو د تعامل پراختیا ده

اطلاعات روز: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وایي چې د «مسکو فرمټ» د شپږمې غونډې لومړیتوب په افغانستان کې د «ملي پخلاینې» د بهیر پیاوړي کول او په سياسي، اقتصادي، له تروریزم او نشيي توکو سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره د سیمې د هیوادونو د تعامل پراختیا ده.

دې نن (چهارشنبه، ۱۱ د تلې) ویلي چې دا غونډه د جمعې په ورځ د روسیې، هند، چین، ایران، پاکستان، ازبیکستان، قزاقستان، قرقیزستان، تاجیکستان او ترکمنستان د استازو په ګډون سره په مسکو کې جوړېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ويلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم دې غونډې ته د مېلمه په توګه بلل شوی دی.

دې ويلي چې دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرانیزي او په څنډو کې به یې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست سره هم وګوري.

د دې غونډې ګډونوال به د غونډې په وروستیو کې د یوې ګډې اعلامیې له لارې د افغانستان د وضعیت په اړه خپل نظر بیان کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.

د «مسکو فرمټ» پنځمه غونډه هم د تېر لمریز کال په تلې میاشت کې جوړه شوې وه او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم ګډون پکې کړی و.