اطلاعات روز: د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې د دې هیواد د کرج په قزلحصار زندان کې د یوې ښځې او دوو افغانانو په ګډون اته بندیان اعدام شوي دي.
دې سازمان زیاته کړې چې دا اته کسان د «محاربې»، «په زور جنسي تېري» او «قصدي وژنې» د تورونو پر اساس په اعدام یا قصاص محکوم شوي وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې د دې کسانو د اعدام حکم د چهارشنبې (۱۱ د تلې) په ورځ په قزلحصار زندان کې عملي شوی دی.
په راپور کې راغلي چې دوه افغان اتباع «په زور د جنسي تېري» په کولو تورن وو او په اعدام محکوم شوي وو. د دې دواړو کسانو هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی.
د بشري حقونو د ادارو له شمېر سره سم، د روان میلادي کال پر مهال تر ۳۱ زیات افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي دي.
مخکې د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي و چې له هغه وخت راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، ایران د دې هېواد د اتباعو اعدام زیات کړی دی.