اطلاعات روز: د ایران د مرکزي ولایت مرستیال والي بهنام نظري ويلي، چې هره ورځ له دې ولایت څخه له ۲۰۰ بیا تر ۲۵۰ پورې افغان کډوال ایستل کېږي.
نوموړي ایرنا خبري اژانس ته ويلي، چې کله به پخوا کډوال شړل کېدل نو د هغوی بایومیټریکې ځانګړنې به نه ثبتیدلې؛ خو اوس چې هر څوک شړل کېږي څه په لومړي او څه په اخر کې ثبت او بایومیټریک کېږي.
د مرکزي ولایت د سياسي، امنيتي او ټولنیزو چارو مرستیال ويلي، چې په اراک، دلیجان او ساوه کې د بهرنیو اتباعو شتون ته اجازه شته او په نورو ولایتونو کې ممنوع دي.
ده زیاته کړې چې د کډوالو د پيژندنې، لټونې او شړنې عملیات په دوامداره توګه روان دي.
دې ایراني چارواکي زیاته کړې چې په افغانستان کې تر بدلونو وروسته ایران ته د دې هیواد زیات وګړي راغلي او مرکزي ولایت هم ترې اغېزمن شوی دی.
ده ويلي، چې په مرکزي ولایت کې ۶۰ زره بهرني وګړي دي چې د هویت برېښنايي کارتونه ورته ورکړل شوي او داسې اټکل کېږي چې له ۱۰ زرو څخه تر ۱۲ زرو پورې غیر قانوني بهرني وګړي د هویت کارت له درلودلو پرته په دې ولایت کې ژوند کوي.
ایران د افغان وګړو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
د ایراني چارواکو په وینا، د کال له پیله بیا تر اوسه تر ۷۰۰ زره زیات افغان کډوال بیرته ستانه کړل شوي دي.
د ایران د پولیسو مشر ويلي، چې سږکال به دوه میلیونه افغان کډوال وشړي.