اطلاعات روز: په سمنګانو او جوزجان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله دوه تنه مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي.
لومړۍ ترافیکي پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۷ د تلې) سهار د سمنګان د مرکز ایبک ښار په دریاخان سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سمنګان ولايت د امنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند حشمت الله رحماني وايي، چې یاده سیمه کې یو موټرسایکل له یو «توربو» موټر سره ټکر کړى، چې له امله يې يو تن مړ شوى او دوه نور ټپيان دي.
بله پیښه بیا د جوزجان په خانقا ولسوالۍ کې د بلخ سره د دغه ولایت پر لویه لار رامنځته شوې.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالستار حلیمي وايي، چې یاده سیمه کې یو کرولا ډوله موټر له یوې ریکشې سره ټکر کړی، چې له امله یې یو تن مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د دغو دوو پېښو لامل څرګند نه دی.
د سړکونو خرابوالی، بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت په هېواد کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.