د بریکس غړي: طالبان دې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ختم کړي

اطلاعات روز: د بریکس سازمان غړو د روسیې په کازان کې د دې سازمان د مشرانو د شپاړسمې غونډې په اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ختم کړي.

هغوی په دې اعلامیه کې چې پرون (چهارشنبه، ۲ د لړم) خپره شوې، د افغانستان د ټولو اتباعو د اساسي حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او بېلابېلو قومونو د حقونو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د بریکس غړو زیاته کړې چې د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د افغانستان د مسئلې سمدستي او سوله‌ییز حل ته اړتیا ده.

هغوی ویلي، چې له افغانستان څخه «د خپلواک، متحد او سولییز هېواد» په توګه ملاتړ کوي چې «له ترهګرۍ، جګړې او مخدره توکو څخه پاک وي.»

د بریکس غړو همدارنګه له طالبانو غوښتي چې «د مشاهدې او تایید وړ ګامونه» واخلي، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا نه‌ کارول کېږي.

هغوی د افغانستان د ستونزې په حل کې د سیمه‌ییزو پلتفارمونو او د ګاونډیو هېوادونو اغېزمنې او لومړنۍ ونډې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په دې برخه کې د سیمه‌ییزو ابتکاراتو ملاتړ کوي.

د بریکس غړو همدارنګه د افغانستان خلکو ته د بیړنیو او پرله‌پسې بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د بریکس شپاړسمه غونډه د دوشنبې په ورځ د روسیې په کازان کې د نړۍ د شلو هېوادونو د مشرانو په ګډون پیل شوې وه او نن پای ته رسېږي.

د غونډې په څنډو کې د ګډون کوونکو هېوادونو ځینو چارواکو د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي.