اطلاعات روز: د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې وکولای شول چې په نیمه پایلوبه کې د شلو منډو په توپیر د هند الف لوبډلې ته ماتې ورکړي او په دې سره پایلوبې ته لار ومومي.
د افغانستان د الف او هند د الف لوبډلو تر منځ شل اوریزه لوبه نن (جمعه، ۴ د لړم) د عمان په الامارات کې ترسره شوه او افغانستان د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان الف لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په بایللو سره مقابلې لوبډلې ته د ۲۰۷ منډو لوی هدف ورکړ. د افغانستان له لوري صدیق اتل تر ټولو زیاتې ۸۳ منډې وکړې.
که څه هم مقابلې هندۍ لوبډلې د هدف په تعقیب کې چټک پیل واخیست خو د افغانستان ورو توپ اچوونکي الله محمد غضنفر وکولای شول چې د هند د پیل دوه لوبغاړي ژر وسوځوي.
همدا راز، په افغان بالرانو کې عبدالرحمان دوه مقابل لوبغاړي وسوځول او یوه ویکیټ شرف الدین اشرف تر لاسه کړه.
د هند دوه لوبغاړي په منډه کې وسوځېدل او په ټاکلو شلو اورونو کې یې یوازې ۱۸۶ منډې وکړای شوې.
افغانستان به د ایمرجنینګ لوبډلو د اسیا جام په پایلوبه کې له سریلانکا لوډلې سره د راتلونکې یکشنبې په ورځ لوبه کوي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان تر دې وړاندې په خپلو ګروپي لوبو کې سریلانکا او بنګلدېش ته ماتې ورکړې وه او هانګ کانګ ته یې لوبه وبایلله.