Photo: ACB

د کرکټ د ایمرجنګ لوبډلو اسیا جام؛ افغانستان په پایلوبه کې سرېلانکا ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د اسیا د ایمرجینګ لوبډلو په پایلوبه کې د سرېلانکا الف لوبډلې ته په اوو ویکیټو ماتې او په لومړي ځل یې د ایمرجینګ لوبډلو اسیا جام وګاټه.

د افغانستان او سرېلانکا د لوبډلو تر منځ لوبه نن (یکشنبه، ۶ د لړم) د عمان په الامارات کې ترسره شوه او سرېلانکایي الف الوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ وهنې پرېکړه کړه.

د سرېلانکايي لوبډلې پیل ښه نه وو او یوازې پر پنځلسو منډو یې څلور لوبغاړي سوځول شوي وو. سرېلانکا افغانستان ته پّ ټاکلو شلو اورو نو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۳۴ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري بلال سمیع درې او الله محمد غضنفر دوې ویکیټې واخیستې او همدا راز دوه سرېلانکایي لوبغاړي په منډه کې وسوځېدل.

که څه هم افغانستان خپل لومړی د پیل لوبغاړی پر صفر منډو له لاسه ورکړ مګر ویې شول کولای چې یوازې د درو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۱۹ اور کې ورکړل شوی هدف پوره کړي.

د افغانستان له لوري صدیق الله اتل تر ټولو ډېري ۵۵ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د ایمرجینګ لوبډلو اسیا جام ګټي او تر دې وړاندې یې په نیمه پایلوبه کې د هند الف لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د یادونې وړ ده چې افغانستان تر دې وړاندې په ګروپي لوبو کې هم سرېلانکا ماته کړې وه.