اوچا: د افغانستان د ښځو او نجونو غږ چوپ او له حقونو یې انکار کېږې

طلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

اوچا نن (سې شنبه، ۶ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې د طالبانو محدودیتونه د ښځو او نجونو غږ خاموشوي، حقونه یې ترې اخلي او هغوی په زیاتېدونکي ډول متضرره کېږي.

دغه دفتر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د ۱۶ ورځنۍ مبارزې په ترڅ کې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره د یووالي غوښتنه کړې ده.

طالبانو د افغانستان تر نیولو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو سخت محدودیتونه لګولي دي. اوس مهال ښځې او نجونې د زده کړو، کار او ازاد ګرځېدو له حقونو بې برخې دي.

په تېرو دریو کلونو کې، د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو پر ټینګار سربېره چې په افغانستان کې باید د ښځو او نجونو د حقونو درناوی وشي، طالبانو خپل محدودیتونه لا سخت کړي دي.