کندهار کې د چت لوېدو په پېښه کې درې نجونې مړې شوې

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس وايي چې د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې په «ګوشتخانو» سیمه کې د چت را لوېدو له امله درې ماشومانې مړې شوې دي.

د طالبانو په وینا، دا پېښه نن (دوشنبه، ۱۲ د لیندۍ) شاوخوا یوه بجه هغه پرمهال رامنځته شوې چې یوه سړي غوښتل د خپل کور بامونه سیمنټ یا کانکرېټ کړي چې له کبله یې د کور چت را لوېدلی.

د کندهار ښار په شاوخوا سیمو کې تر ډیره د خلکو کورونه خټین دي او کله-کله د باراني موسمونو له کبله هم د خونو چتونه لوېږي چې مرګ ژوبله اړوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته