ایرانی چارواکی: اته زره بهرني زندانیان لرو چې اکثریت یې افغانان دي

اطلاعات روز: د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او د نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان ويلي چې په دې هیواد کې اته زره بهرني وګړي زنداني دي چې اکثریت یې د افغانستان دي.

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال نن (سې‌شنبه، ۱۳ د لیندۍ) ایسنا رسنۍ ته ويلي چې په دې هیواد کې د افغانستان اکثریت وګړي د «نشيي توکو د قاچاق، د ممنوعه توکو د قاچاق، غلا او قتل» په تور زنداني دي.

ده زیاته کړې چې کابل ته د سفر پر مهال یې له طالب چارواکو سره هوکړه کړې چې له دې زندانیانو یو شمېر یې خپل هیواد ته ولېږدوي.

ښاغلي جلالیان ويلي چې دوی افغانستان ته د زندانیانو د لېږدولو په لومړۍ مرحله کې د ۵۰۰ کسانو نوملړ تیار کړی او طالبانو ته یې سپارلی دی.

ده زیاته کړې چې ځيني زندانیان باید «نقدي جزا» ورکړي او طالب چارواکي باید څرګنده کړي چې په دې اړه څه پرېکړه کوي.

ایران پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته ګڼ افغان زندانیان دې ډلې ته سپارلي دي.

د زندانیانو انتقال د هغه توافق له مخې کېږي چې د ایران او د افغانستان د عدلیې وزارتونو تر منځ د ۱۳۹۵لمریز کال پر مهال لاسلیک شوه.