اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ د «معلولو افرادو د نړیوالې ورځې» په مناسبت په افغانستان کې د معلولو افرادو د حقونو د خوندیتوب لپاره د محلي او نړیوالو اقداماتو غوښتنه کړې او ويلي یې دې چې د هغوی د غږ اورېدو ډاډ باید تر لاسه شي.
ښاغلي بینټ نن (سېشنبه، ۱۳ د لیندۍ) پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې د هغو میلیونونو افغان وګړو تر څنګ ولاړ دی چې له معلولیت سره ژوند کوي.
ده زیاته کړې چې «راشئ په افغانستان کې د ټولو لپاره د شمولیتو کرامت او برابرو فرصتونو» ملاتړ وکړو.
د هغو شمېرو له مخې چې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر خپرې کړي، په افغانستان کې ۱.۵ میلیون وګړي پام وړ معلولیت لري.
دې بنسټ زیاته کړې چې له جګړې پاتې مهمات په افغانستان کې د معلولیت اصلي عامل دی.